تازه خبرونه

د آریانا او آریانا نیوز خبریاله مینا خیري په چاودنه کې وژل شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۴۰۰)

د کابل د پل سوخته په اړوند سیمه کې د پرون ماښام (پنجشنبه د غبرګولي ۱۳) د چاودنې د  دي ان ای آزموینه ښیي، چې د آریانا نیوز او آریانا راډیو ویانده مینا خیري له خپلې مور سره وژل شوي دي.

د مینا خیري کورنۍ وايي، چې عدلي طب د قربانيانو ډي ان ای له کتنې وروسته د هغې او مور مړینه تائید کړې ده.

د آریانا او آریانیوز د ویاندې د کورنۍ د څرګندونو له مخې؛ د مینا خیري خور هم د تېرې شپې په چاودنه کې سخته ټپي شوې او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

مینا خیري د ۲۰۱۷ په میاشت کې د آریانا او آریانا نیوز شبکو له راډیو او ټلویزیون سره د وباندې په توګه کار پیل کړی و.

هغه یو تکړه او نوښتګره ویانده وه.

تر دې دمه د اړوند چاودنې او د دغې پېښې مسوولیت هیچا ندی منلی.

دغې خواشینوونکې چاودنې، چې په کې څلور کسان وژل شوي؛ درسنیو د کورنۍ غبرګونونه راوپارول.

د مینا خیري همکاران په آریانا نیوز کې وایي، چې دا پېښه ډېره دردونکې ده.

خبریالان د رسنیزو فعالانو لپاره اوسنی حالت د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې دوي خوندیتوب نلري او په دې برخه کې ډېر اندېښمن دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریفي دغې پېښې ته په نغوته کې ویلي، چې حالت د خرابېدو په حال کې دی او د هېواد هیڅ سیمه خوندیتوب نلري.

خلک وایي، چې هره ورځ د غمجنو پېښو لیدونکي وي او حکومت د خلکو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلی دی.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنې د څرګندونو له مخې؛ له یو کال راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مینا خیري له وژل کېدو سره د رسنیو د کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version