تازه خبرونه

د آسترالیایي سرتېرو وژونکی د خپلمنځي خبرو په درشل کې قطر ته لیږدول شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۳۹۹)

د آسترالیا چارواکو څرګنده کړې: له کابل څخه قطر ته په لیږدول شويو بندیانو کې یو هم حکمت الله دی، چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې یې درې آسترالیايي سرتېري وژلي وه.

آسترالیا د دوحې د تړون له مخې د حکمت الله د خوشې کیدو سخت مخالفت کړی و.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماریس پین او د آسترالیا دفاع وزیر لیندا رینولدز په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې حکمت الله به په قطر کې له پېنځه نورو سخت دریځو بندیانو سره تر څار لاندې وي.

دغه راز ویل شوي: قطري حکومت افغانستان او امریکا ته ژمنه کړې، چې دغه بندیان به تر څارنې لاندې وي.

د استرالیا وزیرانو زیاته کړې، چې دوی د روان کال له فبرورۍ راپدیخوا د امریکا، افغان حکومت، انګلستان او فرانسې په ګډون له نورو هېوادونو سره په بند کې د حکمت الله د ساتلو په اړه کار کړی دی.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې دغه شپږ حساس بندیان باید د تړون له پراخې ارادې وویستل شي.

د دغه هېواد د څرګندونو له مخې: آسترالیا یوازنی هېواد ندی، چې د بندیانو د دغې سخت دریځې ډلې د خوشې کیدو په اړه اعتراض لري، بلکې د فرانسې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم په بند کې د دوی د ساتلو غږ پورته کړی دی.

آسترالیايي وزیرانو ویلي، چې دوی نه یوازې د افغانستان د سولې مخالف ندي، بکې مخه یې هم نه نیسي.

دوی وایي، چې مونږ د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې بهیر پوره ملاتړ کوو.

دوی وایي: مونږ پوهیږو، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی پوځي حل نلري او د جګړې د پای، بهرنيو لاسوهنوه او تروریزم ته د رښتینې پایلې موندلو لپار ه یوازنۍ لار د سولې سیاسي هوکړه ده.

دوی دا ډاډ هم څرګند کړی، چې دوی قطر ته د بندیانو د لیږدولو پرېکړه په رسمیت پېژني او ملاتړ یې هم کوي.

Trending

Exit mobile version