سیمه ییز خبرونه

د آسيا فوتبال چلنج كپ په سياليو كې افغانستان مغلستان ته هم ماته وركړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آسيا فوتبال چلنج كپ سياليو پر دوام، د دوشنبې په ورځ(د كب۱۴) د هېواد ملي لوبډلې په دوه يمه سيالۍ كې د مغلستان لوبډله د يو- صفر په پايله په گونډو كړه.

پدې سيالۍ كې د افغانستان په استازيتوب يوازنى گول بلال آرزو تر سره او خپلې لوبډلې ته يې د دوه يمې بريا ننداره  ور په برخه كړه.

دا سيالۍ، چې د مارچ له دوه يمې نېټې په لاوس هېواد كې پيل شوي، افغانستان په خپله لومړۍ سيالۍ  كې  په ورته پايلې سريلنكا ته هم ماته وركړې ده.

د يادولو وړ ده، چې د هغې سيالۍ يوازنى گول هم د افغان لوبډلې د تكړه لوبغاړي بلال آرزو لخوا  تر سره شوى و.

افغانستان، چې د دې سياليو په سي گروپ كې دى، د شپږ نمرو په  ترلاسه كولو تر دې مهاله په لومړۍ ليكه كې دى.

ټاكل شوې، چې د هېواد ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ(د كب۱۶) خپله درېيمه سيالي له كوربه هېواد لاوس سره وكړي.

Trending

Exit mobile version