لوبی
د آسیا جام په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان سریلانکا ته پر ۸ ویکتو ماته ورکړه
د افغانستان کرکت ملي لوبډله بریالۍ شوه، چې د شنبې پر ورځ د آسیا شل آوریز کرکت جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا له ملي لوبډلې څخه د ۸ ویکتو پر توپیر وګټي.
دغه سيالي د عربي متحده اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې پیل او افغانستان سریلانکا ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
سریلانکا د ټولو لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې؛ خو افغان ملي لوبډلې په ۱۱ آوور کې د دوه لوبغاړیو پر سوځېدو ځان ټاکلي هدف ته ورساوه.
فضل الحق فاروقي درې ویکتې واخيستې او غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ مجيب الرحمان دوه، محمد نبي دوه او نوين الحق يوه ویکته واخیسته.
د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز ۴۰ چټکې منډې وکړې، ورپسې حضرت الله ځاځي ۳۷ او ابراهيم ځدراڼ ۱۵ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، عظمت الله عمرزی، نوين الحق، مجيب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي زړه راکښونکې لوبه وکړه.
د ۲۰۲۲ کال د آسيا جام لوبې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي، چې افغانستان به په کې له پاکستان، هند، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلو سره د اتلولۍ د کټلو لپاره مبارزه کوي.
دغه لوبډلې الف او بي پر دوه ګروپونو وېشل شوې دي. په الف ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ راغلي او په بي ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او شري لنکا لوبیږي.
په دې سياليو کې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې د لوبو دوه يم پړاو ته وځي او سيالي کوي او بیا به وروسته دوه لوبډلې پايلوبې ته ولاړ شي.
په دې لوبډلو کې هند اووه ځله د آسيا جام اتلولۍ ګټلې ده او سریلانکا پېنځه ځلې اتلواله شوې ده.
د یادونې ده، چې افغان ملي لوبډله به د سې شنبې پر ورځ له بنګله دیش سره دوه یمه لوبه کوي.
