سوداگري

د آسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې وځنډولې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۴۰۰)

د آسیا پراختیایي بانک د ټاپي ۱۰ میلیارډ ډلرو پروژه، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي؛ د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندنې پورې وځنډوله.

د آریانا نیوز لخوا د آسیا پراختیایي بانک ADB  ته د لیږل شوي برښنالیک په ځواب کې یوه چارواکي منلې؛ دوی نشي کولی دا پروژه تمویل کړي؛ ځکه، چې د افغانستان نوی حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی.

سرچینې زیاته کړې، چې د آسیا پراختیایي بانک د TAPI پروژې ټولې چارې او هڅې تر بلې خبرتیا ځنډولي دي.

دغه راز په دې وروستیو کې پاکستانيو رسنیو هم خبر ورکړی، چې د آسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې مالي تمویل ځنډولی دی.

د پاکستان نیوز انټرنشنل خپرونې د پاکستان د انرژۍ د وزیر د څرګندونوله مخې په ډاګه کړې، چې د آسیا پراختايي بانک تر بلې خبرتیا پورې د ټاپي پروژې مالي ملاتړ ځنډولی دی. دلیل یې دا دی، چې اسلامي امارت تر اوسه د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی.

د پاکستان د انرژۍ وزیر حماد اظهر ویلي: د ټاپي پروژې لویه برخه له افغانستان  څخه تېرېږي. اوس، چې د طالبانو حکومت پر رسمیت ندی پېژندل شوی؛ د آسیا پراختیايي بانک د دې پروژې د مالي تمویل کوونکي او همغږي کوونکي په توګه ټول فعالیتونه بند کړي او پروژه یې په ټپه درېدلې ده.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږدولو لپاره د لس میلیارډ ډالرو پر ارزښت د ټاپي پروژه د دې هېوادونو تر منځ یوه له سترو اقتصادي پروژو څخه ده.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې باور دي، چې پاکستان له دغې پروژې سره سیاسي معامله کوي او په دې هڅه کې دی، چې هند ته د دې پروژې ګټه ونه رسيږي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د اسلامي امارت مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي وه، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.

د اسلامي امارت د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده په دې اړه ویلي وه، چې دوی د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي، چې په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل کړي.

د ټاپي پروژه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او هر کال به شاوخوا ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز له  ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هند ته رسوي.

دا پروژه په داسې حال کې د آسیا پراختیايي بانک له خوا ځنډول کېږي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ اووه میاشتې تېریږي؛ خو د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه پر رسمیت ندی پېژندلی.

Trending

Exit mobile version