لوبی
د آسیا کرکت جام به د سریلانکا پر ځای په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي
د راپورونو له مخې؛ ټاکل شوې راتلونکې میاشت د آسیا کرکت کپ سیالۍ به د سریلانکا د سیاسي کړکېچ له کبله په عزبي متحده اماراتو کې پیل او تر سره شي.
ای اس پی ان کریک انفو راپور ورکړی؛ دا پرېکړه روانه اوونۍ د آسیایي کرکت شورا په غونډه کې رامنځته شوې ده.
دا شورا په سریلانکا کې د تېلو د لږوالي په اړه اندېښنه لري، چې په هېواد کې د پراخو لاریونونو لامل شوی.
دغه راز خوراکي توکي هم کم شوي، شخصي موترو ته د تېلو رسول محدود دي او د برښنا سخت کمښت شتون لري؛ همدغو ستونزو قهرجن لاریونکوونکي اړ کړل، چې د سریلانکا د ولسمشر او د لومړي وزیر د استوګنې کورونه وسوځول او د مشرتابه د بدلون غوښتنه یې وکړه.
د سریلانکا د کرکت اجرائیوي مشر اشلي دی سلوا ویلي: له دوه لوبډلو کوربتوب د لس لوبډلو د کوربتوب سره ورته ندی. تاسې باید دوی ته کافي خواړه او تېل چمتو کړئ. هر ټیم ته باید یو موټر او تېل ورکړشي او د دوی مدیرانو ته هم باید ترانسپورت چمتو شي.
هغه زياته کړې، هغه جنراتورونه، چې څراغونه فعالوي هم تېلو ته اړتيا لري.
د کرکت آسیايي شورا راتلونکې جمعه د آسیا جام سیالیو مهالوېش اعلانوي.
دا په پېنځه کلونو کې دوه یم ځل دی، چې عربي متحده امارات د آسیا د کرکت د جام کوربتوب کوي.
