تازه خبرونه

د آمو دریا د تېلو ساحې قرارداد له قراردادي شرکت سره لغوه شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

Published

on

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛په دې توګه؛ «د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د ( ۵۱۸۸ ) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د ( ۶۸۵۶ ) ګڼې حکم پربنسټ له یاد شرکت سره تړون فسخه شو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د نوموړي تړون او اړوند اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې لپاره نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.

د آمو سیند حوزې د تېلو قرارداد د چینایي شرکت افچین سره د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړیو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې لاسلیک شو او شرکت مکلف شو، چې د آمو سیند حوزې څخه تېل استخراج کړي.

د قرارداد له مخې؛ شرکت باید په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کړې وای او د کال په اوږدو کې د پانګونې کچه باید ۵۴۰ میلیون ډالرو ته ورسیږي؛ خو ظاهراً شرکت په دې پانګونه او د دې تېلو په استخراج کې پاتې راغی.

Trending

Exit mobile version