تازه خبرونه
د آمو سیند د اوبو په کارولو کې افغانستان حق لري – د ازبکستان ځانګړی استازی
له دې مخکې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په وږي کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د قوشتېپې کانال د جوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې ول، چې د دې کانال له جوړېدو سره به په منځنۍ آسیا کې د اوبو توازن بدل شي.
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف ويلي؛ افغانستان حق لري، چې له آمو سیند ګټه پورته کړي.
له دې مخکې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په وږي کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د قوشتېپې کانال د جوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې ول، چې د دې کانال له جوړېدو سره به په منځنۍ آسیا کې د اوبو توازن بدل شي.
اوس له یوه کال وروسته عصمت الله ارګاشیف ويلي، چې د آمو سیند د اوبو کارولو لپاره باید ونډه په پام کې ونیول شي.
ارګاشیف زیاته کړې: د افغانستان خلک هم د آمو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې حق لري؛ زمونږ تر منځ کومه ستونزه نشته؛ خو پوښتنه دا ده، چې کوم هېواد به د اوبو د کارولو څومره حق ولري او په ونډه کې هم د سیند د اوبو کمېدا باید د پام وړ وي.
په دې وروستیو کې اکي پرس خبري سرچینې، چې د منځنۍ آسیا تر ټولو ډېر خبرونه پوښي؛ د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ځانګړي استازي د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر قوشتېپې کانال د خبرو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ شوی دی.
د قوشتېپې کانال ۲۸۵ کیلومټره اوږدوالی او ۹ اعشاریه ۵ مټره پلنوالی لري، چې په یوه ثانیه کې ۶۶۸ اعشاریه ۴ مټرمکعب اوبه لېږدوي.