سیمه ییز خبرونه

د آيساف ځواکونو په هوايي بريد کې د كونړ درې ماشومان ټپيان شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كونړ ولايت مسوولين وايي:

آيساف ځواکونو د وټه پورولسوالى په قرو سيمه کې هوايي بريد کړى، چې په کې درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د هېواد په ختيځ کې آيساف ځواکونه پر وسله والو مخالفينو دهوايي بريد پخلى کوي، خو په کې ماشومانو ته اوښتى زيان نه مني.

د کونړ والي وياند واصف الله واصفي وايي:

آيساف ځواکونو تېره ورځ(د لړم۲۰) ناوخته د وټه پورولسوالى په قرو سيمه کې هوايي بريد کړى، چې درې ماشومان پرې ټپيان شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې په دغه بريد کې وسله والو مخالفينو ته د مرگ و ژوبلې په اړه مالومات په لاس کې نه لري.

په ختيځ کې د آيساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر دهوايي بريد پخلې کوي او وايي:

بريد په هغه سيمه کې ترسره شوى، چې ولسي خلک نه لري.

دوى په دې بريد کې ماشومانو ته اوښتې زيان نه مني او تراوسه د دې بريد په اړه کومې وسله والې ډلې هم څه نه دي ويلي.

په وټه پور ولسوالى کې د آيساف ځواکونو په هوايي بريد کې د دغو ماشومانو د ټپي کيدو خبر پر داسې مهال ورکړ شو، چې په دې ولسوالى کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه په دې وروستيو کې زيات شوي او په غبرگون كې يې آيساف ځواکونو هم خپل عمليات پراخه کړي دي.

Trending

Exit mobile version