سوداگري
د ابو نصر فراهي بندر ته راغلي د تېلو ۲۴ تانکرونه بېرته ایران ته واستول شول
(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د ستندرد ملي ادارې هغه بې کیفیته ۲۴ تانکره تېل، چې له ایرانه رالېږدېدلي وه؛ بېرته ورواستول.
یاد ریاست ټینګار کړی، چې د ټیټې درجې تېلو ته به اجازه ورنکړ شي، چې هېواد ته وارد شي.
دا د پولې د څارنې د کارکوونکیو لپاره یوه تکراري ستونزه ده، چې په تېرو وختونو کې یې لسګونه ټانکره د ټیټ کیفیت تېل بېرته ستانه کړي دي.
دغه راز د افغانستان د ستندرد ملي اداره وايي: تېره اوونۍ له ایران څخه ۲۲ تانکرونه، چې ټيټ کيفيت لرونکي تېل يې لېږدول د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راغلي وه؛ بېرته ایران ته ستانه شوي دي.