تازه خبرونه

د اترا د رهبرۍ او پاکستاني پلاوي ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو غونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۱, ۱۴۰۰)

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او اترا چارسمبالي مولوي نجیب الله حقاني، د بورډ غړیو او د دې ادارې د بېلابېلو څانګو مشرانو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار او مل پلاوي سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت څرګنده کړې، چې مولوي نجیب الله حقاني پاکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځینو ستونزو لکه د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له پاکستان څخه د انټرنیټ پر لوړه بیه اخیستلو، له پاکستان سره د مرین او دارک نوري فایبر کیبل د نښلونې او پرمختیا، د اقتصادي زیان څخه د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په صفري نقطه کې د فریکونسیو اذیت او تداخل څخه د مخنیوي، له منځنۍ آسیا، سیمې او نړۍ سره د ټرانزیټ لپاره د افغانستان له خاورې د ګټه اخیستنې او په افغانستان کې د عصري مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ (آی ټي ) آسانتیاوو رامنځته کولو او د مخابراتو او انټرنیټ په برخه کې یې د دغه هېواد اړتیاوې له پاکستاني پلاوي سره شریکې کړې.

مولوي نجیب الله حقاني د اترا ادارې په اړه څرګنده کړې، چې دغه اداره په هېواد کې مخابراتي خدمتونو څارنه پر غاړه لري. که پاکستان په دې برخه کې خپلې تجربې له دې ادارې سره شریکې کړي ګټورې به تمامې شي.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه د ګاونډ هېوادونو رول ګټور وبللو او د پاکستان له امنیتي مشاور څخه یې وغوښتل، چې د زیربناوو په برخه کې له دغه هېواد سره مرسته او همکاري وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په دې اړه ویلي، چې دوی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو دي.

معید یوسف زیاته کړې، چې پر افغانستان د انټرنیټ خرڅلاو د بیو په اړه به بیاځلي کتنه وشي او د ځینو نورو کړنو په اړه یې په آنلاین بڼه د ځیني پروګرامونه او سافټویرونو وړاندیز هم وکړ.

په دې ناسته کې د مخابراتو وزارت چارسمبالي د یادو پروګرامونو او سافټویرونو د ګټور تمامیدو په صورت کې له هغې څخه د ګټه اخیستنې سپارښتنه وکړه.

د یادولو وړده، چې په مخابراتي سکتور کې د دوه اخیزو همکاریو د پراختیا او یو له بل سره د تجربو شریکولو په برخه کې د ګډې کمېټې د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې.

Trending

Exit mobile version