بی بی سی پښتو
د اتریش محکمې لومړنیو ښوونځیو کې پر پړوني بندیز لغوه کړ
په اتریش کې د اساسي قانون محکمې د تېر کال هغه قانون لغوه کړی چې له مخې یې په لومړنیو ښوونځیو کې د زدکوونکو پر پړوني بندیز لګول شوی و. محکمې ویلي، دا قانون د دیني ازادیو د حقونو سرغړونه ده.
دا قانون د مخکېنۍ واکمنې ټلوالې د حکومت پرمهال – چې د “ولس” محافظه کاره ګوند له “ازادي” سخت دریځي ښي اړخي ګوند تر ایتلاف وروسته، تایید شوی و.
محکمې ویلي، دغه قانون ښايي مسلمانې نجونې څنګ ته کړي.
د حکومت هغه دلیل یې هم رد کړی چې دغه بندیز به د درس پرمهال نجونې د خپلو ملګرو له ټولنیز فشار وساتلی شي، محکمې ویلي دا په غلطه وګړو ته سزا ورکول دي.
- اتریش غواړي “سیاسي” جوماتونه وتړي او امامان یې وباسي
- امریکا کې د حجاب له امله مسلمانه لوبغاړې له لوبو واېستل شوه
په دې قانون کې چې تېر کال عملي شوی و، پر حجاب بندیز نه دی مشخص کړی، بلکې تر لس کلنۍ یې د ماشومانو د “سر پړونی چې پر دیني جامو پورې اړه لري” بند کړی و.
محکمې ویلي، د سیکانو ماشومانو د سر پټول یا د یهودانو خولۍ به اغېزمنې نه شي.
محکمې ویلي په اصل کې د دغه بندیز هدف اسلامي حجاب دی.
د محکمې مشر کریسټوف ګرابینوارټر ویلي: “دا انتخابي بندیز په ځانګړې توګه پر مسلمانو نجونو زدکوونکو عملي کېږي، نو په توکمیز ډول یې له نورو زدکوونکو جلا کوي”.
د پوهنې وزیر هاینز فسمان ویلي، د دې حکم یاداشت یې نیولی، خو زیاتوي: “د افسوس وړ خبره ده چې نجونو ته په تعلیم کې له کرکې پرته د لارې موندلو فرصت نه ورکول کېږي”.
په اتریش کې د “اسلامي عقیدې ډلې”، چې د هېواد د مسلمانو استازیتوب کوي او دا قانون یې غندلی و، د محکمې ددغه حکم هرکلی کړی دی.
دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “زموږ په ټولنه کې د نجونو او ښځو د برخلیک ټاکلو د یوشان فرصت ډاډمنول د بندیز له لارې نه شي راتلی.”
کله چې دغه قانون لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال وړاندې شو، د اتریش د حکومت مشر سیباستین کورټز وویل، هدف یې “په اتریش کې د موازي ټولنو د پرمختګ مخنیوی دی”.
د “ازادۍ” ګوند مرستیال سلاکار هاینز کریسټین شتراخه ویلي، حکومت له سیاسي اسلامه د کوچنیو نجونو ساتل غواړي.