ساینس او ​​ټیکنالوژي

د اتومي جګړې ګواښ د ۵ میلیارد انسانانو د وژنې اندېښنه رامنځته کړې – څېړنه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۴۰۱)

د راتګرز پوهنتون ساینس پوهانو په ډاګه کړې، چې د امریکا او روسیې ترمنځ اتومي جګړه کیدای شي پېنځه میلیارد انسانان ووژني.

څېړونکیو ادعا کړې، چې عصري اتومي جګړه او په پایله کې یې نړیوال قحط کولی شي پېنځه میلیارد خلک ووژني.

د بلومبرګ د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د راتګرز پوهنتون ساینس پوهانو د اتومي جګړې د شپږ احتمالي سناریوګانو احتمالي اغېزې تحلیل کړي. دوی په خپلو څېړنو کې څرګنده کړې، چې د امریکا او روسیې تر منځ یوه بشپړه جګړه، چې تر ټولو بده پېښه ده؛ د ځمکې پر مخ به له نیمايي ډېر انسانان له منځه یوسي.

دوی ویلي: په اتومي جګړه کې، ښارونه او صنعتي سیمې په نښه کیږي؛ بمونه به اورونه پیل او د ځمکې اقلیم ګډوډ کړي، چې ځمکني او سمندري خواړه هم ترې اغېزمن کیږي.

د راپور له مخې، حتا یوه نسبتا کوچنۍ جګړه به هم د نړۍ د خواړو تولید لپاره ویجاړونکې پایلې ولري. د هند او پاکستان تر منځ سیمه ییزه جګړه به په پېنځه کلونو کې د تولید سطحه په سلو کې اووه کمه شي. په داسې حال کې، چې د امریکا او روسیې اټومي جګړه به له درې څخه تر څلور کلونو د خواړو په تولید کې ۹۰ سلنه کمښت راولي.

له بلې خوا پر اوکراین د ولادیمیر پوتین له برید وروسته د امریکا او روسیې ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده. په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اپریل په میاشت کې خبرداری ورکړ، چې د اتومي جګړې جدي خطر شته دی.

د دې څېړنې یو لیکوال پروفیسور الان روبک وايي: زمونږ معلومات یو شی ښیي؛ مونږ باید د اتومي جګړې مخه ونیسو.

Trending

Exit mobile version