تازه خبرونه

د احمدشاه بابا له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۱)

د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر  رییس حافظ عصمت الله څرګنده کړې؛ له کام ایر هوایي شرکت سره مو په ګډه د الوتنو د ترسره کولو هڅي کړي او نن رسماً د کندهار او دوبۍ ترمنځ دوه اړخیز پرازونه پيل شول.

د کندهار زون د کام ایر هوايي شرکت مسوول مولوي نورعلي حیدري ویلي: د کندهار سوداګريزو اړتیاوو اړ کړو، چي د کندهار او دوبۍ ترمنځ کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیز پروازونه پيل کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې وروسته به له کندهار څخه د شنبې پر ماښام دوبۍ ته او د یکشنبې پر سهار له دوبۍ څخه کندهار ته پروازونه ولرو.  

د يادونې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د کندهار- ډيلي او کندهار- چين ترمنځ دوه اړخيزې الوتنې هم پيل شي.

Trending

Exit mobile version