تازه خبرونه
د ادارو ښځینه کارکوونکې ګوښه ندي او اوس هم په کورونو کې معاش اخلي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د اسلامي همکاريو ټولنې له پلاوي سره په کتنه کې ټينګار کړى، چې په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکې له دندو ګوښه شوې ندي، بلکې په کورونو کې يې معاش ورکول کيږي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر افغانانو ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او هیله څرګندوي، چې د اسلامي همکاریو ټولنه له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.
د هېواد سیاسي مرستیال دې ته په نغوته کې ویلي؛ اسلامي امارت په څه کم درې کلونو کې داعش له منځه وړی او هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې يو بشپړ اسلامي او خپلواک نظام حاکم دى، چې له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره نیکې اړیکې غواړي او په سيمه کې د همکارۍ، تعامل او ثبات د پراختيا غوښتونکی دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ افغانستان له اسلامي هېوادونو سره ګډې دیني، فرهنګي، تاریخي او سیاسي ګټې لري او هیله ده، چې د یادو ګډو ګټو د پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ دوام ومومي.
نوموړي د اسلامي نړۍ پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې له شته فرصت څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ځکه په افغانستان کې په څه کم درې کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
د اسلامي امارت سياسي مرستيال څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې په بدو کې د نجونو ورکول او جبري نکاح منع او ښځې یې د ميراث له حقه برخمنې کړي، چې پورتنی فرمان د عملي کېدو په حال کې دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي هېوادونه باید د غزې د مسئلې په اړه د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنکړي، چې دغه سناریو د اسلامی نړۍ په نورو برخو کې هم تکرار شي.
په بشري، فرهنګي او ټولنيزو چارو کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې مرستيال او د افغانستان لپاره د دې ټولنې د عمومي منشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي نړۍ او د اسلامي هېوادونو د همکاريو ټولنه له افغانستان سره مرستو او همکاريو ته ژمن دي او د افغانانو لپاره د بشري مرستو لپاره یو صندوق رامنځته کړی دی.
طارق علي بخیت ټینګار وکړ، چې د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نلري، بلکې هڅه کوي له افغانانو سره د مرستې او له نړۍ سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي.
د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي له داعش سره مبارز او د دې ډلو ځپلو په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ د بېخبنایي پروژو په پیلولو او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ دي.
هغه ټینګار کړی؛ د افغانستان ګاونډ هېوادونه، چې په ځینو مواردو کې اندېښنې لري باید د حل لپاره یې له اسلامي امارت سره له نږدې خبرې وکړي.
