تازه خبرونه
د اداینې له خپلکاره ماشینونو څخه د پیسو ایستلو نوی پروګرام پیل شو
د افغانستان بانک نن (چارشنبه د وري نهمه ) له خپلکارهماشینونو څخه د پیسو ایستلو د نوی پروګرام له پر لار اچولو سره ویلي؛ ژمن یوو، چې هېوادوالو ته له نړیوالو معیارونو سره سم د پیسو د ورکړې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.
د افغانستان بانک وایي؛ هېوادوالو ته د اداینې او تادیې د عصري او معیاري لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.
د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ اوس هېوادوال کولی شي، چې د اداینې د ټولو خپلکارهماشینونو یا ATM له لارې د Afpay کارت پر کارولو له خپل بانکي حساب څخه پیسې وباسي.
دغه بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې: نوره اړتیا نشته، چې په اوږدو کتارونو کې د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ودرېږئ.
د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، هېوادوال کولی شي دغه کارت له ټولو سوداګریزو بانکونو ترلاسه کړي.
AfPay څه شی دی؟
AfPay کارت؛ د افغانستان د اداینې او تادیاتو ملي طرحه ده، چې د برښنایي تادیاتو د پیاوړي کولو او پراختیا لپاره دیزاین شوی.
AfPay نه یوازې دا، چې په هېواد کې د موجوده بانک لرونکیو وګړو لپاره ارزانه، خوندي او اغېزمن بدیل وړاندې کوي، بلکې دا یو فرصت هم برابروي، چې بې بانکه اتباعو ته ټیټ لګښتونه وړاندې کړي.