تازه خبرونه
د ارغنداب پر امنیه قومندانې ډله ییز برید د ۴ بريد کوونکیو په وژنه پاى ته رسيدلی
د پنجشنبه په سهار اووه بجې وسلوالو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالې كې پر هغې ودانۍ ډله ییز بريد وكړ، چې د ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او د ملي اردو كنډك په كې ځاي په ځاى شوي دي.
وسلوالو لومړى د ودانې په دروازه كې د مازدا موتر پرمټ ځانمرگى بريد وكړ او څلور نورو، چې د ملي اردو يونيفورم يې درلود؛ غوښتل ودانى ته ننوځي، چې د ملي اردو دسرتيرو له خوا ووژل شول.
د ارغنداب امنيه قوماندان سمونمل نيازمحمد مجاهد وايي، ځانمرگى بريد د مازدا موتر پر مټ وشو. هغه زیاتوي، په دې پېښه كې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او درې ملكي وگړي او درې سرتېري ټپيان دي.
د نوموړي په وینا: جگړه له نيم ساعت وروسته پاى ته ورسيده.
وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت پهغاړه اخيستى او ادعا كوي، چې امنيتي سرتېرو ته مرگ و ژوبله اښتې ده.
د چارواكو د وینا له مخې: بريد له نيم ساعت وروسته د ټولو بريد گرو په وژلو پاى ته رسيدلی دی. خبریال: بريالي رحيمي.