نړۍ
د اروپايي ټولنې مشرانو پر ایران له نویو بندیزونو ملاتړ وکړ
د هغې غونډې په پای کې، چې پر اسرائیلو د ایران د بېساري برید او پر تهران د بندیزونو لګولو په اړه جوړه شوې وه، د اروپايي ټولنې مشرانو د ایران پر حکومت د نورو زیاتو بندیزونو له لګولو ملاتړ وکړ.
د دغې اتحادیې د ۲۷ غړیو هېوادونو مشرانو د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه) په بروکسل کې څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنه به د ایران پر ضد، په تېره بیا د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو توغولو له کبله نور ډېر محدودیتونه ولګوي.
له غونډې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د بندیزونو له غځولو ملاتړ وکړ او څرګندوي: مونږ د بندیزونو پلوي یوو او پر ټولو هغو هېوادونو، چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په تولید کې ښکېل دي؛ پلي شي.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني هم د جي – ۷ هېوادونو د وروستیو خبرو اترو مخکې ویلي، چې باید د ټولو هغو ادارو پر وړاندې بندیزونه ولګول شي، چې پر اسرائیلو یې د ډرون او توغندیو او په سره بحیره کې کښتیو بریدونه کوي؛ ولګول شي.
اسرائيلي چارواکو بیا ځلي ويلي، چې پر اسرائیلو د بريد غچ به اخلي. اروپايي ټولنې پر تهران د بنديزونو زياتولو ته د چمتووالي له څرګندولو سره له اسرائيلو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.
د اروپايي ټولنې د عالي کمیشنرۍ مشرې اورسولا فون در لاین د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې پر اسرائیلو د ایران برید د تهران، مسکو او پیونګ یانګ پالیسیو ته په نغوته کې د یوه نوي استبدادي ائتلاف وروستۍ نښه ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ هغې، چې د بروکسل دفاعي او امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې ویلي؛ دغه اتحاد هڅه کوي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ رامنځته شوی نظم له منځه یوسي او ډیموکراسي له ناکامۍ سره مخ کړي.
سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و، چې له اووه کسیزې ډلې او نورو متحدینو سره به د ایران پر وړاندې د هراړخیز ځواب پر طرحه کار وکړي او د تهران د میزائیلو او ډرون پروګرامونو پر ضد به نوي بندیزونه ولګوي او د سپاه پاسداران او د دفاع وزارت پر ملاتړیو ادارو به اضافي بندیزونه ولګوي.
