تازه خبرونه
د اروپا پارلمان د افغان ښځو په اړه ځانګړې غونډه جوړوي
د اروپا پارلمان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغان ښځینه هڅاندو او نړیوالو ټولنو د استازیو په ګډون د افغان ښځو پر وضعیت دوه ورځنۍ ناسته جوړوي.
سرچینې زیاته کړې په دې غونډه کې به د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د اندېښمنوونکي حالت په اړه خبرې وشي.
د اروپا پارلمان څرګنده کړې، چې د سلواغې پر ۱۲ او ۱۳ / د فبرورۍ پر لومړۍ او دوه یمه د دې پارلمان ځینې غړي د افغان ښځینه هڅاندو(سیما ثمر، حبیبه سرابی، آریانا سعید، ظریفه غفاری، حوریه مصدق و شهرزاد اکبر) په ګډون د نړیوالو ټولنو استازي د افغان ښځو ورځ تر سرلیک لاندې غونډه جوړوي.
حبیبه سرابي په دې اړه وایي: دا پروګرام د افغان ښځو د ستاینې په خاطر پر لاره اچول شوی او ښځې له خپلو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو له خوندي کولو سره مرسته کوي او د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپل پلانونه اعلانوي.
همدارنګه په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاندو ويلي؛ دوی تمه لري، چې د افغان ښځو په استازیتوب هغو ښځو ته بلنه ورکړ شي، چې په هېواد کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
د ښځو د حقونو یوې هڅاندې ترانه ادیب څرګندوي؛ هغه ښځې باید دې غونډې ته بلل شوې وې؛ تر اقتصادي او سیاسي فشار لاندې یې ژوند کړی او د ښځو د حقونو لپاره یې مبارزه کړې ده.
د ښځو د حقونو یوې بلې هڅاندې مونسه مبارز ویلي: هغه ښځې باید ببل شوې وی، چې د نورو ښځو لپاره یې مبارزه کړې ده. دا ښځې په افغانستان کې نه وې، چې زمونږ له حاله خبرې شوې وي.
عربي متحده امارات وايي، د دا ډول غونډو ملاتړ کوي؛ خو یوازې هغه وخت، چې پایله یې د افغان ټولنې په ګټه وي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي: که د دې ټولنې د اعلامیې پایله د افغانستان په ګټه وي؛ مونږ یې ملاتړ کوو او که د اختلاف پایله وي، مونږ به ورته هیڅکله خوشبین نشو.
په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکنېدو راپدیخوا د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنې زیاتې شوي او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې پر نوي افغان حکومت غږ کړی، چې د ښځو حقونه تامین او په دې برخه کې شته اندېښنو ته د پای ټکی کېدي.