سیمه ییز خبرونه
د ارگ په لوى جومات كې د استاد رباني د فاتحې مراسم تر سره شول
د ولسمشرۍ په لوى جومات كې د افغان ولسمشرحامد كرزي او نورو لوړ پوړيو دولتي چارواكو په گډون د سولې د اتل استاد برهان الدين رباني فاتحه واخيستل شوه.
د كابل او ولايتونو په لويو جوماتونو او تكاياوو كې هم د استاد رباني فاتحه واخيستل شوه.
يو شمېر كسان اوس هم د سولې د پروسې د دوام غوښتونكي دي، خو ځينو نور ويي، چې په ترهگريز بريد كې د سولې عالي شورى د رييس له وژل كېدو وروسته د سولې پروسه مثبته نتيجه نلري.
د سولې عالي شورى د ريس د فاتحې په دغو مراسمو كې افغان ولسمشر حامد كرزي، د هغه مرستيالانو، د ملي شورى او كابېنې غړيو، جهادي رهبرانو، قومي مشرانو، سفيرانو، كور ډيپلوماټانو او د استاد د كورنۍ غړيو گډون درلود.
فاتحو ته راغليو ځينو كسانو د استاد برهان الدين رباني وژل كېدل يوه لويه ضايعه بللې او د سولې د بهير پر دوام يې ټينگاروكړ.
ځينو نورو له داسې كسانو سره د سولې خبرې بې پايلې وبللې او غوښتنه يې وكړه، چې د سولې په روان بهير كې بايد له سره بدلون راشي.
استاد برهان الدين رباني له وسله والو مخالفينو سره د خبرو په برخه كې موثر بلل كېده، خو د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ(د وږي په ۲۹) په يوه ځانمرگي بريد كې ووژل شو
