تازه خبرونه

د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عصمت الله ایرګاشوف او اډوارډز سټیپرایس د ازبکستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ ژوروالی تر ارزونې لاندې ونیوه.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۴, ۱۴۰۴

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دغه هېواد او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د سیمهییز امنیت او د افغانستان د اوسني وضعیت پر اړینو مسلو خبرې کړې دي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عصمت الله ایرګاشوف او اډوارډز سټیپرایس د ازبکستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ ژوروالی تر ارزونې لاندې ونیوه.

اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې په مرکزي آسیا کې د دې ټولنې استازي سټیپرایس د دې غونډې په بهیر کې د افغانستان د وضعیت پورې اړوند مسلو په اړه د رغنده او سیسټماټیک بحثونو سره خپله علاقه څرګنده کړه.

د غونډې په بهیر کې سټیپرایس هوکړه وکړه، چې د ازبکستان له ځانګړي استازي سره یوځای د منظمو مشورو ملاتړ وکړي.

مخکې له دې د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان د وضعیت او په هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو او په ترمز کې د نړیوال ټرانسپورټ او لوژسټیک مرکز څخه د بشري مرستو د لېږلو د امکان په اړه بحث کړی و.

Trending

Exit mobile version