تازه خبرونه

د ازبکستان او جرمني ولسمشرانو د سیمې او افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۶, ۱۴۰۲

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل جرمني سیال فرانک والتر شتاین مایر سره په افغانستان او سیمه کې د داعش د ترهګریزو بریدونو پر زیاتوالي او امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

د ازبکستان د ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو ( پرون ) د افغانستان په ګډون د سیمې د حالاتو له په پام کې نیولو سره د امنیتي همکاریو، له نویو ګواښونو او خطرونو سره د مبارزې پر پیاوړتیا خپلې لیوالتیاوې څرګندې کړې دي.

دوی دغه راز په سرحدي ښار ترمز کې له رامنځته شویو نویو بېخبنایي فرصتونو څخه پر ګټه پورته کولو د افغانستان خلکو ته د هدفي بشري مرستو د رسولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د ازبکستان او جرمني ولسمشرانو په داسې حال کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت ټینګار کړی، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او اجازه نه‌ورکوي، چې نور هېوادونه د افغانستان له خاورې وګواښي.

Trending

Exit mobile version