سوداگري

د ازبکستان د باروړونکیو موټرو لومړنی کاروان د تورخم له لارې پاکستان ته ورسید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)

د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د تورخم له لارې د ازبکستان د باروړونکیو موټرو د سوداګریزو توکو لومړۍ ټولګه پاکستان ته ورسېده.

د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف پر وړیو د بار څلور لارو د ورتګ هرکلی کړی دی.

د سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داود او نورو پاکستانيو چارواکو د ازبکستان د ملي امنیت د سلاکار ډګرجنرال ویکتور مخمودوف په مشرۍ له یو پېنځه کسیز پلاوي سره لیدنه وکړه.

د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف په دې اړه ګډې ناستې ته ویلي؛ د دغې ټولګې رارسېدل له ازبكستان او سيمه یيزو هېوادونو سره د پاکستان د ټینګو اړيكو ښکارندویي کوي او پر دغو هلو ځلو ویاړي.

ویل کیږي، چې پاکستان ته د دغو سوداګریزو توکو له رارسېدو سره سم به پاکستاني سوداګر هم وکولی شي خپل محصولات د منځنۍ آسیا بازارونو ته صادر کړي.

د افغانستان د اسلامي امارت اړوند چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جولای په میاشت کې ازبکستان ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سفر کړی و او له دغه هېواد سره یې د اقتصادي همکاریو تر څنګ د افغانستان له لارې یو شمېر سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي وه.

Trending

Exit mobile version