سیمه ییز خبرونه

د ازبکستان مشر د خپلې واکمنۍ د غزولو لپاره له وخت مخکې ټاکنې وکړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۲)

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د یکشنبې پر ورځ یې له پېنځه  کلونو څخه اووه کلونو ته د خپلې واکمنۍ د غزولو لپاره ټاکنې ترسره کړې.

د رویترز د څرګندذونو له مخې؛ ۶۵ کلن میرضیایف په ۲۰۱۶ ز.کال کې د پخواني شوروي د واکمن اسلام کریموف له مړینې وروسته، چې دغه هېواد یې له پوره نړۍ  بېل ساتلی و او پر همدې کال کې یې واک ته له رسېدو راپدیخوا ازبکستان له انزوا راوویست.

بهرنۍ سوداګري پرانستې ده، د اسعارو څارنه لرې شوی او سیاسي سیستم یو څه آزاد شوی دی.

په ازبکستان کې لا تر اوسه هیڅ قوي مخالف ګوند یا سیاستوال شتون نه‌لري او هیڅکله یې داسې ټاکنې نه‌دي ترسره کړي، چې نړیوال څارونکي یې رقابتي وګڼي.

میرضیایف د اپریل په میاشت کې د اساسي قانون د تعدیلاتو په اړه د ټولپوښتنې پر ترسره کولو خپلې دوه دورې محدودیت لرې کړ او د خدمت دوره یې له پېنځه کلونو څخه اووه کلونو ته وغزوله.

ازبکستان هم د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په څېر هڅه کوي، چې د اوکراین په جګړه کې د خپل دودیز سوداګریز شریک روسیې پر وړاندې د لویدیځ له بندیزونو سره د زیانونو کچه راکمه کړي.

یو وخت ازبکستان د انرژۍ صادروونکی و. اوس د روسیې د هایدرو کاربن پېري؛ ډېر تېل او ګاز مصرفوي؛ ځکه، چې مسکو خپل صادرات له لویدیځه رااړولي او دی ترې ګټّ پورته کوي.

د رویترز د څرګندونو له مخې، تاشکند خپله سیاسي بې طرفي ساتي او په اوکراین کې د سولې غوښتنه کوي او له مسکو سره د عادي اړیکو له ساتلو سره د لویدیځ بندیزونو ته ژمن دی.

د میرضیایف پر وړاندې درې رسمي نوماندان، چې د ایکولوژیک ګوند، د خلکو دیموکراتیک ګوند او د عدالت د سوسیال دیموکراتیک ګوند استازیتوب کوي.

Trending

Exit mobile version