تازه خبرونه
د ازبکستان نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وړاندې کړ
امیر خان متقي د ازبکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف ته ډاډ ورکړ، چې وزارت به یې د ازبکستان له سفارت سره پوره همکاري کوي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ټاکل شوي سفیر خپل باور لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ته وړاندې کړ.
امیر خان متقي د ازبکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف ته ډاډ ورکړ، چې وزارت به یې د ازبکستان له سفارت سره پوره همکاري کوي.
متقي د دواړو هېوادونو د سفارتونو فعاله کېدل یو ښه پرمختګ وباله او وایي، چې دواړه هېوادونه به د اقتصادي پروژو لپاره ستر ګامونه پورته کړي.
ایبک عثمانوف هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه دي او هغه به د خپل ماموریت پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.
له دې مخکې په افغانستان کې د اسلامي امارت نومول شوي سفیر عبدالغفار بحر خپل باورلیک د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی و.
اوسمهال کابل له ازبکستان سره د بل هر هېواد پر پرتله ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي څو ځله سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي.