سوداگري

د ازبکستان وارداتي برښنا به په ۲۴ ګړیو کې له افغانستان سره ونښلیږي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۱)

 د ازبکستان د انرژۍ وزارت څرګنده کړی، چې افغانستان ته به د چارشنبې پر ورځ د برښنا صادرات بیا پیل کړي.

 افغانستان ته د ازبکستان برښنا د جدي له څلیریشتمې نېټې په بشپړه توګه پرې شوې وه. د ازبکستان د انرژۍ وزارت یې د پرې کېدو دلیل تخنیکي ستونزې بللې وې.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت په ډاګه کړې؛ په ازبکستان کې تولیدېدونکې برښنا یوازې د کورني لګښت لپاره ده. د برښنا یوازې یوه برخه د حکومتونو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ افغانستان ته صادریږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، چې د ازبکستان ۲۵۰ میګاواته برښنا به په راتلونکیو څلیریشت ګړیو کې له افغانستان سره ونښلیږي.

د کابل د برښنا رییس مولوي حکمت الله آخوندزاده وايي، د برښنا اساسي ستونزه په ازبکستان کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزو ده. هغه وایي: یوه ستونزه، چې له مونږ سره شریکه شوې د ازبکستان په څاګانو کې د ګازو کمښت دی، چې د برښنا د تولید لپاره کارول کیږي.

په کابل او د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د برېښنا نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو دا، چې په راتلونکیو څو ساعتونو کې به بېرته برښنا ونښلیږي؛ خلک هیله من کړي دي.

یو شمېر کارپوهان وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده، چې هغه هېوادونه، چې له افغانستان سره تړونونه لري؛ د تړون بشپړ پلي کولو ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد ښار کې د وارداتي برښنا غزولو تړون لاسلیک شو.

افغانستان اوسمهال خپله د اړتیا وړ برښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه اخلي.

Trending

Exit mobile version