سیمه ییز خبرونه
د استاد برهان الدين رباني د قتل طرحه كوونكى نيول شوى- مشعل
د ملي امنيت وياند وايي، چې:
د وسله والو طالبانو د كويټې شورى پراستاد رباني د بريد مسووله ده او نيول شوى سړى د همدې شورى د دوه ه يمې كچې غړى دى، چې له ده څخه ترلاسه شوي ټول اسناد او شوداهد په كابل كې د پاكستان سفارت ته د څېړنو لپاره استول شوي دي.
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وايي:
هغه كميسيون، چې د سولې عالي شورى د رييس او پخواني جهادي رهبرد وژنې څېړنې ته گومارل شوى، ډېر ژر به د نيول شوي سړي هويت او پر استاد رباني د بريد په اړه تر لاسه شوي معلومات د خلكو په واك كې وركړي.
د مشعل په وينا:
دوى خبر نه ول، چې د سولې عالي شورى رييس ته د دوه غړيو د ملاقات زمينه برابره شوې وه.
د هغه په وينا:
افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو ليږد، له امريكا سره د ستراتيژيك تړون مسئله او د سولې عالي شورى په چارو كې پرمختگونه د دې لامل شول، چې د ښمنان د تخريب هڅه وكړي او د تاكتيك په بدلولو كوښښ وكړي، چې په څو مياشتو كې يو شمېر مخور كسان له منځه يوسي.
د ملي امنيت دغه وياند وايي، چې:
له دې سره، سره توانيدلي، چې د ولسمشر پرلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، د بلخ پر والي عطا محمد نور او د مشرانو جرگې پر رييس د تر سره كېدونكيو ځانمرگو بريدونو مخه ونيسي.
دغه راز مشعل وايي، چې:
څلور زره كيلو گرامه هغه چاوديدونكي توكي هم په ننگرهار كې تر لاسه شوي، چې د حقاني شبكې او كويټي شورى په لارښوونه راوړل شوي وه.
نوموړى وايي، چې:
د كندهار د پخواني امنيه كوماندان خان محمد مجاهد په وژنه كې لاس لرونكي درې كسان يې هم نيولي دي
