سیمه ییز خبرونه
د استيضاح شويو وزيرانو د ځوابونو د قناعت او نه قناعت په اړه راېه بايد پټه وي
د يوولسو وزيرانو د استيضاح په اړه د شنبه په ورځ هم د ولسي جرگې غړو بحث وكړ. د ولسي جرگې غړو پرېكړه وكړه، چې تر دې وروسته د استيضاح شويو وزيرانو د ځوابونو او معلوماتو د قناعت او نه قناعت په اړه راېه بايد پټه وي.
د حكومت د يوولسو زيرانو له خوا د ۱۳۹۰ كال له پنځوس سلنې څخه د لږې بودجې لگښت په ولسي جرگه كې په جنجالي موضوع بدله شوې ده.
د ولسي جرگې غړو د تېرې چهارشنبې په ورځ ( د ليندى ۲۲ ) د يوولس وزيرانو د استيضاح پرېكړه وكړه او د شنبې په ورځ ( د ليندى ۲۵ ) په عمومي غونډه كې هم پرې ټينگار وشو.
له بلې خوا د ولسي جرگې غړو پرېكړه وكړه، چې د هغو وزيرانو د ځوابونو د قناعت په اړه راېه، چې په پام كې ده استيضاح شي بايد پټه وي.
د يادونې وړده، چې د تېرې چهارشنبه په ورځ د ولسي جرگې غړو د ۱۳۹۰ كال قطعيه رد او د انرژۍ او اوبو، پوهنې، ښاري پراختيا، كورنيو چارو، اقتصاد، لوړو زده كړو، د نشه يي مواد پرضد د مبارزې، سوداگرۍ، اطلاعاتو او فرهنگ او دفاع وزيرانو د استيضاح پرېكړه وكړه.