نړۍ

د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند د دوه نورو ورځو لپاره وغزول شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو او حماس تر منځ اوربند پېنځمې ورځې ته ننوت او دواړه خواوې د نورو بندیانو د خوشې کولو په لټه کې شول.

اسرائیلو اعلان کړی؛ د دوشنبې پر ورځ له غزې تړانګې څخه ۱۱ اسرائیلي بندیان هېواد ته راستانه شول او د اوربند په موده کې، چې له جمعې راپدیخوا د حماس له‌خوا د خوشې شویو اسرائیلي او بهرنیو بندیانو شمېر ۶۹ تنو ته ورسېد.

سپینې ماڼۍ او قطري مذاکره کوونکیو د دوشنبې پر ورځ ویلي وه: لومړنی څلور ورځنی اوربند، چې د سه شنبې پر ورځ د ګرنویچ پر وخت ۵ بجې پای ته رسیږي؛ د دوه نورو ورځو لپاره وغزول شو.

اسرائیلو د اوربند د غزولو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې؛ خو د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي؛ حکومت هوکړه کړې، چې د فلسطیني بندیانو په نوملړ کې ۵۰ ښځینه بندیانې هم شته دي.

حماس ویلي، چې دوی د هغو شرایطو د نوي کولو په لټه کې دي، چې له مخې به یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، چې مخکې خوشې شوي راخوشې کړي.

د حماس یوه چارواکي خلیل الحیه د دوشنبې پر ورځ ناوخته الجزیرې ته وویل: مونږ هیله لرو، چې اشغالګر (اسرائیل) به په راتلونکیو دوه ورځو کې (د تړون) پابند وي؛ ځکه، چې مونږ پر ښخو او ماشومانو سربېره د یوې نوې هوکړې په لټه کې یوو، چې له مخې یې مونږ کولی شو هغه نور کسان تبادله کړو، چې له مونږ سره دي.

په هغو بندیانو کې، چې اوس هم له حماس سر دي؛ د هغو کسانو پلرونه او میرمنې دي، چې په وروستیو ورځو کې یې خوشې کړي دي.

اسرائیلو له دې مخکې ویلي وه، چې د هرو لس بندیانو په بدل کې به اوربند یوه ورځ وغزوي.

اسرائیلي رسنیو د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسرائیلو حکومت د هغو بندیانو نوملړ ترلاسه کړی، چې تمه ده د سې شنبې پر ورځ خوشې شي.

د اسرائیلو د زندانونو ادارې اعلان وکړ، چې د دوشنبې پر ورځ د اشغال شوې لویدیځې غاړې له یوه زندان او د بیت المقدس له یوه زندان څخه ۳۳ فلسطینیان خوشې شول، چې له دې سره د جمعې ورځې راپدیخوا د خوشې شویو فلسطینیانو شمېر۱۵۰ کسانو ته ورسېد.

Trending

Exit mobile version