نړۍ
د اسرائیلو په هوایي برید کې د غزې د یوه ښوونځي ۱۶ کسان وژل شوي
د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۸ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي. د روغتیا وزارت د جنګیالیو او ناجنګیالیو ترمنځ توپیر نهکوي؛ خو چارواکي وايي، چې اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي؛ د شنبې پر ورځ د چنګاښ شپاړلسمه د غزې په مرکزي برخه کې د بې ځایه شویو فلسطیني کورنیو پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي؛ خو اسرائیلي پوځیانو ویلي، چې په دې برید کې وسلهوال وژل شوي دي.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت چاوراکو رویټرز ته ویلي؛ په دې برید کې د النصیرات ښوونځی ویشتل شوی، چې له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپيان دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، له ښوونځی څخه وسلوالو د پوځیانو پر ضد د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره د پټنځای په توګه کار اخیست او د ملکي وګړو د خطر کمولو لپاره یې بشپړ احتیاطي تدابیر نیولي دي. حماس دا رد کړې او وایي، چې په دې برید کې ښځې او ماشومان پر نښه شوي او هلته د دوی جنګیالي نهول.
د غزې د ملکي بېړنیو خدماتو ویاند محمود بصال په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښايي د مړو شمېر زیات شي؛ ځکه، چې د ډېرو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د نوموړي څرګندونو له مخې؛ په غزې کې د ملکیانو لپاره، چې د سرپناه په لټه کې دي د خوندیتوب هیڅ ځای نشته.
النصیرات د غزې د تړانګې د کډوالو د اته تاریخي کمپونو څخه یو دی، چې د شنبې پر ورځ اسرائیلو بمبارډ کړ.
د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې په همدې کمپ کې پر یوه کور هوايي برید لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
په یوه ورځنۍ تازه جګړه کې د وژل شویو کسانو په اړه د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو په بمبارډ کې لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې د حکومتي رسنیو دفتر ویلي؛ د شنبې پر ورځ په بېلابېلو هوایي بریدونو کې پېنځه سیمهییز خبریالان هم شته، چې د اوکتوبر له اوومې راپدیخوا د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۵۸ ته لوړ شو.
د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۸ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي. د روغتیا وزارت د جنګیالیو او ناجنګیالیو ترمنځ توپیر نهکوي؛ خو چارواکي وايي، چې اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
اسرائیل په غزه کې ۳۲۳ پوځیان له لاسه ورکړي او وايي لږ تر لږه یو پر درېیمه برخه فلسطینیان یې جنګیالي دي.
اسراییلو د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس پر مشرۍ د برید په ځواب کې، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر یرغمل شول؛ د حماس د له منځه وړلو په هدف خپل برید پیل کړ.
پر رفح بریدونه:
روغتیايي چارواکو ویلي، اسرائیلي ځواکونو، چې د مصر پولې ته څېرمه د رفح ښار په جنوب کې یې خپل یرغل ډېر کړی؛ د شنبې پر ورځ د دوی پر موټر په یوه هوايي برید کې څلور فلسطینی پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د حماس د کورنیو چارو وزارت لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې د تل السلطان په لویدیځه رفح سیمه کې د پولیسو د ځواکونو مشر فریس عبدالال هم شته.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې ځواکونو یې په رفح کې د “استخباراتي بنسټ عملیاتو” ته دوام ورکړی؛ د ځمکې لاندې څو ودانۍ یې ویجاړې کړي، وسلې او تجهیزات یې نیولي او څو فلسطینیان یې وژلي دي.
اسرائیلو دا هم ویلي، چې په رفح کې یې د عملیاتو هدف د حماس وسلهوالې ډلې وروستۍ وسلهوالو له منځه وړل دي.
د اسرائیلو پوځ ویاند ویلي، چې د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې یې د حماس د راکټ یو مرکز له منځه وړې، چې د بشري مرستو لپاره ټاکل شوې سیمه کې یې دننه فعالیت کاوه.
هغه ویلي، چې له دې برید وروسته یې ډاډ ترلاسه کړ، چې ملکي خلکو ته زیان ندی رسیدلی.
د حماس او اسلامي جهاد وسلهوالو ډلې ویلي، چې جنګياليو یې د غزې په څو سیمو کې پر اسرائیلي ځواکونو د ټانک ضد راکټونو او هاوان بمونو بریدونه کړي دي.
اړوند خبرونه:
پر رفح د برید په صورت کې به پر اسرائیلو وسلوال ملاتړ ودرول شي – جو بایډن
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري3 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري4 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سوداگري1 day agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو


