نړۍ
د غزې په تړانګه کې پر یوه مرستندویه مرکز د هوایي برید له کبله ۸ کسان ووژل شول ـ عیني شاهدان
عیني شاهدانو ویلي، چې په دې برید کې د هغه مرکز یوه برخه هم ویجاړ شوې، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره UNRWA یې اداره او له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.
فلسطیني عیني شاهدانو ويلي، د یکشنبې پر ورځ د غزې ښار ته څېرمه پر یوه روغتیايي مرکز د اسرائیلي الوتکو په برید کې ۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې په دې برید کې د هغه مرکز یوه برخه هم ویجاړ شوې، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره UNRWA یې اداره او له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې دا مرکز په تېرو وختونو کې د UNRWA کارمندانو په لاس کې و او دا مهال د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد وسلهوالو لخوا کارول کېده.
دغه راز څرګندوي، چې د دې عملیاتو له پلي کېدو مخکې د ملکي وګړو د زیان د خطر کمولو لپاره « د مخنیوي تدابیر» نیول شوي دي.
د اسرائیلو پوځ په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی: د یکشنبې پر سهار یې هغه بنسټونه، چې د حماس او اسلامي جهاد ترهګر په کې فعال ول؛ بمبارډ کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د حماس د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د انساني سپر په توګه ملکي بېخبناوې او ملکي وګړي کاروي.
ویل کیږي، چې په فلسطین کې ملکي زیانونه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دي او د اوربند خبرې یې هم زیانمنې کړې دي.
اړوند خبرونه:
په غزه کې جګړې د ژوندانه چاپېریال زیانمن کړی – ملګري ملتونه
اسلامي امارت په غزه کې د اوربند لپاره د امنیت شورا پرېکړې ته د امریکا منفي رایه وغندله
نړۍ
د ایران او امریکا د لوړې کچې خبرې په سویس کې رغنده پای ته ورسېدې
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیلهبښونکی پرمختګ شوی دی.
د اسلامآباد د هوکړهلیک په چوکاټ کې د لوړې کچې خبرو لومړۍ غونډه د سویس په بېرګنسټاک کې پای ته رسېدلې ده. په دې غونډه کې د ایران، امریکا او دوه منځګړو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.
د لوسرن جهیل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیلهبښونکی پرمختګ شوی دی.
د هوکړهلیک پر بنسټ دغو لوریو د یوې لوړې کچې کمیټې پر جوړېدا هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر سیاسي څارنه به کوي. ټاکل شوې، چې مرکچي پلاوي به په منظم ډول دې کمیټې ته راپور ورکوي او د اټومي موضوع، بندیزونو او همداراز د څارنې او د شخړو د هوارۍ ډلې په برخو کې به کاري ډلې رهبري کوي، چې هوکړهلیک اغېزمن پلی شي او پر نورو اړوند موضوعاتو هم کار وشي.
د لوړې کچې کمیټې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر نقشه هم سلا کړې، چې له مخې به یې نورې تخنیکي خبرې هم سمدستي پیل شي.
سربېره پر دې د هوکړهلیک د پېنځم بند له مخې د ټاکلې مودې لپاره د لوریو ترمنځ د اړیکو یوه کرښه هم رامنځته شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د احتمالي پېښو او ناسمو پوهاویو مخه ونیول شي.
همداراز لوریو د یوې داسې همغږۍ خونې پر جوړېدا هم هوکړه کړې، چې د لوریو او د لبنان جمهوریت ترمنځ به د منځګړو هېوادونو پر آسانتیا فعالیت کوي او د هوکړهلیک له مخې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو ژمنه عملي شي. ټاکل شوې، چې تخنیکي خبرې به د اوونۍ تر پایه د بېرګنسټاک په تفریحي مرکز کې د ټولو موضوعاتو په اړه دوام ومومي.
منځګړي هېوادونه وايي، هڅه به وکړي، چې خبرې اترې همداسې په رغنده فضا کې روانې پاتې او وروستۍ هوکړې ته لاره هواره شي.
قطر او پاکستان له امریکا او ایران څخه د ډیپلوماسۍ او د شخړې د سولهییز حل لپاره د دوامدار ژمنتیا له کبله مننه کړې او همداراز یې له هغو ورونو او دوستو هېوادونو هم ستاینه کړې، چې د روانو خبرو په ملاتړ او پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده.
نړۍ
د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه په کالیفورنیا کې ولوېده؛ په کې اته کسان ووژل شول
د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاستليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.
نړۍ
په فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووهلسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بېثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.
د اووه صنعتي هېوادونو د مشرانو(جي۷) سرمشریزه د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځهویشتمه) د فرانسې په یوه ساحلي میلمستون کې پیل او یوازې څو ساعته له هغې وروسته ترسره شوه، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو د لومړني پړاو هوکړه اعلان شوه.
د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووهلسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بېثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې غونډه کې ګډون کوي. په داسې حال کې، چې ګڼ شمېر نړیوال مشران د واشنګټن د تګلارو د نهوړاندویېنې وړ اندېښنې څرګندوي.
د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې، د جي۷ مشران غواړي د امریکا او ایران د هوکړې جزئیات وڅېړي؛ هغه هوکړه، چې د پراخ اوربند، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو مذاکراتو د پیل پر لوري ګام بلل کېږي.
د دې هوکړې له مخې، د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو او ګازو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي؛ ټاکل شوې د جمعې پر ورځ بیا پرانیستل شي، چې دا اقدام د نړیوالې انرژۍ د بازارونو پر وضعیت د پام وړ اغېز لرلی شي.
دغه راز راپورونه ښيي، چې د دې هوکړې رسمي هوکړهلیک به د جمعې پر ورځ په سویس کې لاسلیک شي؛ خو د هغې بشپړ جزئیات اوس هم خپاره شوي نهدي.
د اروپايي ټولنې مشران، په ځانګړي توګه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هڅه کوي له دې فرصت څخه د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او جیوپولیټیکو کړکېچونو د کمولو لپاره ګټه واخلي.
د جي۷ پر غړو هېوادونو سربېره د متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، برازیل، هند، کینیا او سویلي کوریا استازي هم په ځینو غونډو کې ګډون کوي، چې د وروستیو بدلونونو پر سیمهییزو او نړیوالو اغېزو خبرې وکړي.
شنونکي وايي، وروستۍ پرمختیاوې ښيي، چې دا هوکړه کولی شي د وروستیو کلونو له مهمو جیوپولیټیکي بدلونونو څخه یوه رامنځته کړي او د انرژۍ بازارونو، سیمهییز امنیت او د نړیوالو قدرتونو اړیکو ته جدي بدلون ورکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه1 day agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام


