Connect with us

نړۍ

د اسرائیلو په هوایي برید کې د غزې د یوه ښوونځي ۱۶ کسان وژل شوي

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۸ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي. د روغتیا وزارت د جنګیالیو او ناجنګیالیو ترمنځ توپیر نه‌کوي؛ خو چارواکي وايي، چې اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

خپور شوی

د

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي؛ د شنبې پر ورځ د چنګاښ شپاړلسمه د غزې په مرکزي برخه کې د بې ځایه شویو فلسطیني کورنیو پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي؛ خو اسرائیلي پوځیانو ویلي، چې په دې برید کې وسلهوال وژل شوي دي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت چاوراکو رویټرز ته ویلي؛ په دې برید کې د النصیرات ښوونځی ویشتل شوی، چې له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپيان دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، له ښوونځی څخه وسلوالو د پوځیانو پر ضد د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره د پټنځای په توګه کار اخیست او د ملکي وګړو د خطر کمولو لپاره یې بشپړ احتیاطي تدابیر نیولي دي. حماس دا رد کړې او وایي، چې په دې برید کې ښځې او ماشومان پر نښه شوي او هلته د دوی جنګیالي نه‌ول.

د غزې د ملکي بېړنیو خدماتو ویاند محمود بصال په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښايي د مړو شمېر زیات شي؛ ځکه، چې د ډېرو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د نوموړي  څرګندونو له مخې؛ په غزې کې د ملکیانو لپاره، چې د سرپناه په لټه کې دي د خوندیتوب هیڅ ځای نشته.

النصیرات د غزې د تړانګې د کډوالو د اته تاریخي کمپونو څخه یو دی، چې د شنبې پر ورځ اسرائیلو بمبارډ کړ.

د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې په همدې کمپ کې پر یوه کور هوايي برید لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

په یوه ورځنۍ تازه جګړه کې د وژل شویو کسانو په اړه د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو په بمبارډ کې لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.

 

د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې د حکومتي رسنیو دفتر ویلي؛ د شنبې پر ورځ په بېلابېلو هوایي بریدونو کې پېنځه سیمه‌ییز خبریالان هم شته، چې د اوکتوبر له اوومې راپدیخوا د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۵۸ ته لوړ شو.

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۸ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي. د روغتیا وزارت د جنګیالیو او ناجنګیالیو ترمنځ توپیر نه‌کوي؛ خو چارواکي وايي، چې اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

اسرائیل په غزه کې ۳۲۳ پوځیان له لاسه ورکړي او وايي لږ تر لږه یو پر درېیمه برخه فلسطینیان یې جنګیالي دي.

اسراییلو د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس پر مشرۍ د برید په ځواب کې، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر یرغمل شول؛ د حماس د له منځه وړلو په هدف خپل برید پیل کړ.

پر رفح بریدونه:

روغتیايي چارواکو ویلي، اسرائیلي ځواکونو، چې د مصر پولې ته څېرمه د رفح ښار په جنوب کې یې خپل یرغل ډېر کړی؛ د شنبې پر ورځ د دوی پر موټر په یوه هوايي برید کې څلور فلسطینی پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د حماس د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې د تل السلطان په لویدیځه رفح سیمه کې د پولیسو د ځواکونو مشر فریس عبدالال هم شته.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې ځواکونو یې په رفح کې د “استخباراتي بنسټ عملیاتو” ته دوام ورکړی؛ د ځمکې لاندې څو ودانۍ یې ویجاړې کړي، وسلې او تجهیزات یې نیولي او څو فلسطینیان یې وژلي دي.

اسرائیلو دا هم ویلي، چې په رفح کې یې د عملیاتو هدف د حماس وسله‌والې ډلې وروستۍ وسله‌والو له منځه وړل دي.

د اسرائیلو پوځ ویاند ویلي، چې د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې یې د حماس د راکټ یو مرکز له منځه وړې، چې د بشري مرستو لپاره ټاکل شوې سیمه کې یې دننه فعالیت کاوه.

 هغه ویلي، چې له دې برید وروسته یې ډاډ ترلاسه کړ، چې ملکي خلکو ته زیان ندی رسیدلی.

د حماس او اسلامي جهاد وسله‌والو ډلې ویلي، چې جنګياليو یې د غزې په څو سیمو کې پر اسرائیلي ځواکونو د ټانک ضد راکټونو او هاوان بمونو بریدونه کړي دي.

اړوند  خبرونه:

پر رفح د برید په صورت کې به پر اسرائیلو وسلوال ملاتړ ودرول شي – جو بایډن

 

اسرائیلو پر تېروتنه د حماس په بند کې خپل درې کسان ووژل

نړۍ

د ایران او امریکا د لوړې کچې خبرې په سویس کې رغنده پای ته ورسېدې

د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیله‌بښونکی پرمختګ شوی دی.

Published

on

د اسلام‌آباد د هوکړه‌لیک په چوکاټ کې د لوړې کچې خبرو لومړۍ غونډه د سویس په بېرګن‌سټاک کې پای ته رسېدلې ده. په دې غونډه کې د ایران، امریکا او دوه منځګړو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.

د لوسرن جهیل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیله‌بښونکی پرمختګ شوی دی.

د هوکړه‌لیک پر بنسټ دغو لوریو د یوې لوړې کچې کمیټې پر جوړېدا هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر سیاسي څارنه به کوي. ټاکل شوې، چې مرکچي پلاوي به په منظم ډول دې کمیټې ته راپور ورکوي او د اټومي موضوع، بندیزونو او همداراز د څارنې او د شخړو د هوارۍ ډلې په برخو کې به کاري ډلې رهبري کوي، چې هوکړه‌‌لیک اغېزمن پلی شي او پر نورو اړوند موضوعاتو هم کار وشي.

د لوړې کچې کمیټې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر نقشه هم سلا کړې، چې له مخې به یې نورې تخنیکي خبرې هم سمدستي پیل شي.

سربېره پر دې د هوکړه‌‌لیک د پېنځم بند له مخې د ټاکلې مودې لپاره د لوریو ترمنځ د اړیکو یوه کرښه هم رامنځته شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د احتمالي پېښو او ناسمو پوهاویو مخه ونیول شي.

همداراز لوریو د یوې داسې همغږۍ خونې پر جوړېدا هم هوکړه کړې، چې د لوریو او د لبنان جمهوریت ترمنځ به د منځګړو هېوادونو پر آسانتیا فعالیت کوي او د هوکړه‌‌لیک له مخې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو ژمنه عملي شي. ټاکل شوې، چې تخنیکي خبرې به د اوونۍ تر پایه د بېرګن‌سټاک په تفریحي مرکز کې د ټولو موضوعاتو په اړه دوام ومومي.

منځګړي هېوادونه وايي، هڅه به وکړي، چې خبرې اترې همداسې په رغنده فضا کې روانې پاتې او وروستۍ هوکړې ته لاره هواره شي.

قطر او پاکستان له امریکا او ایران څخه د ډیپلوماسۍ او د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره د دوامدار ژمنتیا له کبله مننه کړې او همداراز یې له هغو ورونو او دوستو هېوادونو هم ستاینه کړې، چې د روانو خبرو په ملاتړ او پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه په کالیفورنیا کې ولوېده؛ په کې اته کسان ووژل شول

د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاست‌ليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.

Published

on

د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه د دوشنبې پر ورځ د کالیفورنیا ایالت د اېډوارډز له هوايي اډې د الوتنې پر مهال راوغورځېده او اور یې واخیست. امریکايي چارواکو ویلي، په دې پېښه کې د الوتکې ټول اته سپاره کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاست‌ليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.

د امریکا د هوايي ځواک ویاند جېمز هیز ویلي، په الوتکه کې دولتي ملکي کارکوونکي، قراردادي کارکوونکي او پوځي پرسونل سپاره ول.

بوینګ شرکت هم ویلي، چې د پېښې په قربانیانو کې یې دوه کارکوونکي شامل دي.

هیز زیاته کړې؛ دغه الوتنه د راداري سیسټمونو د نوي کولو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د الوتکې د لوېدو لامل تر دې دمه څرګند شوی نه‌دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د امریکا هوايي ځواک تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه خپاره کړي نه‌دي او څرګندوي، چې تر هر څه مخکې باید د هغوی کورنۍ خبرې شي.

د پېښې له ځایه اخیستل شوي هوايي انځورونه، چې د لاس انجلس ښار شاوخوا ۱۶۰ کیلومټره شمال ته ثبت شوي؛ د سوځېدلې او لوګي نیولې پراخې سیمې انځور وړاندې کوي. په دغو انځورونو کې د الوتکې د پاتې شونو سترې ټوټې نه تر سترګو کېږي.

هیز ویلي، د هوايي ډګر د ځغاست‌ليکې د زیانمنېدا له کبله په اېډوارډز اډه کې ټولې الوتنې لږ تر لږه د سې‌شنبې تر ورځې ځنډول شوې دي.

بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه د امریکا د هوايي ځواک له مهمو سټراټیژیکو الوتکو څخه ده او له څو لسیزو راپدېخوا په بېلابېلو پوځي ماموریتونو کې کارول کېږي. دا الوتکه د ډېرو دودیزو او اټومي وسلو د لېږد وړتیا لري او د سونګ له بیا اخیستو پرته تر ۱۲ زره کیلومټرو زیات واټن وهلی شي.

د شته څرګندونو له مخې، دا له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا د بي-۵۲ الوتکې لومړنۍ مرګونې پېښه بلل کېږي.

 
Continue Reading

نړۍ

په فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه

د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووه‌لسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بې‌ثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.

Published

on

د اووه صنعتي هېوادونو د مشرانو(جي۷) سرمشریزه د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځه‌ویشتمه) د فرانسې په یوه ساحلي میلمستون کې پیل او یوازې څو ساعته له هغې وروسته ترسره شوه، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو د لومړني پړاو هوکړه اعلان شوه.

د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووه‌لسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بې‌ثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې غونډه کې ګډون کوي. په داسې حال کې، چې ګڼ شمېر نړیوال مشران د واشنګټن د تګلارو د نه‌وړاندویېنې وړ اندېښنې څرګندوي.

د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې، د جي۷ مشران غواړي د امریکا او ایران د هوکړې جزئیات وڅېړي؛ هغه هوکړه، چې د پراخ اوربند، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو مذاکراتو د پیل پر لوري ګام بلل کېږي.

د دې هوکړې له مخې، د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو او ګازو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي؛ ټاکل شوې د جمعې پر ورځ بیا پرانیستل شي، چې دا اقدام د نړیوالې انرژۍ د بازارونو پر وضعیت د پام وړ اغېز لرلی شي.

دغه راز راپورونه ښيي، چې د دې هوکړې رسمي هوکړه‌لیک به د جمعې پر ورځ په سویس کې لاسلیک شي؛ خو د هغې بشپړ جزئیات اوس هم خپاره شوي نه‌دي.

د اروپايي ټولنې مشران، په ځانګړي توګه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هڅه کوي له دې فرصت څخه د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او جیوپولیټیکو کړکېچونو د کمولو لپاره ګټه واخلي.

د جي۷ پر غړو هېوادونو سربېره د متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، برازیل، هند، کینیا او سویلي کوریا استازي هم په ځینو غونډو کې ګډون کوي، چې د وروستیو بدلونونو پر سیمه‌ییزو او نړیوالو اغېزو خبرې وکړي.

شنونکي وايي، وروستۍ پرمختیاوې ښيي، چې دا هوکړه کولی شي د وروستیو کلونو له مهمو جیوپولیټیکي بدلونونو څخه یوه رامنځته کړي او د انرژۍ بازارونو، سیمه‌ییز امنیت او د نړیوالو قدرتونو اړیکو ته جدي بدلون ورکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!