تازه خبرونه

د اسلامي اردو پر جوړولو  منظم او داډمن کار روان دی – دفاع وزارت

Published

on

د هېواد د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز ويلي؛ د اسلامي امارت او دفاع وزارت لخوا د اسلامي اردو پر جوړولو منظم او ډاډمن کار روان دی.

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز فصيح الدين فطرت د مخابرې ریاست د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې ویلي؛ اسلامي امارت او دفاع وزارت تل د یوې داسې اردو د جوړولو هحې کړي، چې د ایمان او عقیدې پر وسله سمبال وي؛ ځکه، چې د اسلامي امارت ځواکونو په همدې وسلې د نړۍ د قدرتونو پر وړاندې بریا ترلاسه کړې ده.

دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي له فارغو شویو سرتېرو وغوښتل، چې د خلکو او هېواد خدمت ته ژمن پاتې شي او په پوره اخلاص او صداقت ګامونه پورته کړي.

د هېواد دغه لوړ پوړي دفاعي چارواکی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه د اطاعت له پلوه په نړۍ کې ساری نلري.

د ده په وینا د سرتېرو لخوا د خپل مشر اطاعت د نړۍ پر زبرځواکونه بریا ته ورسول.

نوموړي په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ اطاعت مهم وباله.

د مخابرې ریاست دې سرتېرو درې میاشتنۍ زده‌کړې بشپړې کړې او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

Trending

Exit mobile version