تازه خبرونه

د اسلامي امارت استازي به په قطر کې د ملګرو ملتونو د بلې غونډې ګډونوال وي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر سکات سمیت په ارګ ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال ویلي؛ مونږ د دوحې یوه بله غونډه پلان کړې، چې دا ځل به په کې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړ شي.

سکات سمیت ویلي، چې دا غونډه به د روان کال له پای ته رسېدو مخکې جوړه شي.

همدارنګه د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ سکات سمیت د بشري مرستو په برخه کې د نړۍ د هېوادونو د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

هغه دا هم ویلي، چې یوناما د افغانستان او نورې نړۍ ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او د واټن د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیالۍ د دفتر چارسمبالي مولوي ذاکر ويلي، چې اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره همغږي او تعامل غواړي او د خبرو دروازې يې پرانستې دي.

مولوي ذاکر ويلي، د افغانستان پر بانکي سیستم شته محدودیتونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي؛ ځکه، چې افغانان یې له اقتصادي پلوه پوره اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې؛ نړیواله ټولنه باید د پخوانیو نیمګړیو پروژو د بشپړولو ترڅنګ په افغانستان کې د پراختیایي او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې بشري مسایل باید له سیاسي مسلو سره ونه‌تړل شي او د افغانستان پرمختګونه باید په پام کې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version