تازه خبرونه

د اسلامي امارت او سعودي عربستان په اړیکو کې کومه ستونزه نشته – بلال کریمي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند مرستیال ويلي، چې په هېواد کې د ټولو دیپلوماتیکو ادارو او د يپلوماتانو امنیت خوندي دی او د سعودي عربستان دیپلوماتان له کومې اندېښنې پرته په افغانستان کې خپلې چارې له کومې اندېښنې پرته ترسره کولی شي.

د تېر کال د سلواغې په میاشت کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې سعودي عربستان خپل سفارتي فعالیتونه درولي او دیپلوماتان یې له افغانستان څخه ایستلي دي. که څه هم تر اوسه په کابل کې د سعودي سفارت د تعلیق لامل ندی روښانه شوی؛ خو اسلامي امارت وايي، چې د اسلامي امارت او سعودي تر منځ په اړیکو کې کومه ستونزه نشته او د سعودي په ګډون ټول هېوادونه کولی شي، چې خپلې دیپلوماتیکې چارې له کومې اندېښنې پرته پر مخ بوځي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ویلي: اسلامي امارت د ديپلوماتيکو ځايونو د ساتنې او امنيت په برخه کې جدي کار کړى او په دې برخه کې يې ټولو ته ډاډ ورکړى دى.

نوموړي زیاته کړې؛ همدا اوس په کابل کې د ګاونډ هېوادونو چین، روسیې، اروپايي ټولنې، ترکیې، قطر، ایران، ازبکستان، جاپان په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو سفارتونه او دیپلوماتیک ماموریتونه پرانستي دي او له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.

اسلامي امارت وايي، په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو فعاله دیپلوماتیک حضور له افغانستان سره د دې هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو په معنا دي.

که څه هم اسلامي امارت په څه کم دوه کلونو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په دیپلوماتیکو اړیکو کې پرمختګ کړی؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.

پوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې له وړاندیزونو سره سم د ملي او اسلامي ګټو په نظر کې نیولو سره عملي ګامونه پورته کړي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو کې اسانتیا رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version