تازه خبرونه
د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د دفترونو د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د چارشنبې پر ورځ ( د زمري ۴ نېټه ) د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د دفترونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت پر استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي، کورنیو چارو، مالیې، عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو مرستیالانو او رییسانو او د ملګرو ملتونو پر استازیتوب د ملګرو ملتونو او یوناما د بشري چارو د همغږۍ مرستیال دانیل اندرس او د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) د خواړو او کرنې ټولنې (FAO)، د مهاجرت نړیوال دفتر (IOM) رییسانو او نورو ادارو برخه اخیستې وه.
دانیل اندرس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ستراتیژیک پلان او د نړیوالو مرستو د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د نوې ژمنې له څرګندولو سره یې وویل، چې له افغانستان سره د مرستو وضعیت له وروستۍ غونډې وروسته ښه شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د نوي پلان هدف د افغانستان د اوږدمهاله اړتیاوو او د مرستو د دوام د اصولو په پام کې نیولو سره د بشري او پرمختیایي هڅو همغږي کول دي.
د بهرنيو چارو وزير ويلي: اسلامي امارت غواړي، چې له افغانستان سره راتلونکې مرستې پر کاري فرصتونو بدلې او داسې مديريت شي، چې دوامدارې ګټې يې خلکو ته ورسيږي او افغانستان ورو ورو د ځانبسیاینې پر لوري بوځي.
په دې وروستيو کې دواړو لوریو د تفاهم او همغږي د پياوړتيا لپاره د دا ډول غونډو د ترسره کولو او د هغو له لارې د راتلونکیو ستونزو د حل په اړه هوکړه وکړه.
