تازه خبرونه
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې د مسکو راتلونکې غونډه په اکتوبر میاشت کې جوړه شي.
د مسکو غونډه د افغانستان په اړه له څو غونډو یوه غونډه ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې پیل شوې. په دې فرمت کې روسیه، چین، پاکستان، ایران، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او هند ونډهوال هېوادونه دي.
د اسلاميۍ امارت بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ژیرنوف متقي ته د راتلونکې غونډې په اړه هم معلومات ورکړل.
امیر خان متقي له دې بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې د مسکو فرمت د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې ارزښتمن ځای لري.
هغه هیله څرګنده کړه، چې کابل او مسکو دواړه به د دیپلوماتیکو اړیکو په چوکات کې له دې ناستې څخه ښه ګټه پورته کړي.
پر دې سربېره متقي له ژیرنوف وغوښتل؛ هغو افغانانو ته، چې روسیې ته د سفر اړتیا لري، د ویزو د ورکړې بهیر اسانه او ورسره مرسته وکړي.