تازه خبرونه

د اسلامي امارت دفاع وزارت نور ډېر ځواکونه جذبوي

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.

Published

on

ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د شاملېدا لپاره د امنیتي او تصفیوي کمیسیون له‌خوا د تائید شویو کسانو د نوم‌لیکنې بهیر رسمي پیل شوی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د ځواکونو نوم‌لیکنه د تابعیت تذکرې او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون له‌خوا د تائید شوې فورمې پر وړاندې کولو ترسره کېږي.

د دې بهیر د پیل امر ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد صادر شوی دی.

پوځي شنونکي وایي؛ دا اقدام د امنیتي ځواکونو د وړتیا د پیاوړتیا او د هېواد د امنیت د ښه خوندي ساتلو لپاره ترسره شوی دی.

د هغوی پر باور، د روزل شویو ځواکونو د شمېر زیاتوالی کولی شي هم د کورنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزمن وي او هم د ملي اردو عملیاتي وړتیا لوړه کړي.

همدارنګه ځینې باخبره کسان ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو تر څنګ باید د نورو وړ ځوانانو د جذب لپاره هم زمینه برابره شي.

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي ملي اردو د روزل شویو ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره ته رسېدلی او له ۱۰۰ زره زیات پولیس هم په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.

Trending

Exit mobile version