تازه خبرونه
د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ترکیې ته سفر کړی
د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د جمعې پر ورځ له کابله ترکیې ته سفر کړی دی.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه بیان کې ویلي، منصور به د خپل سفر په ترڅ کې د تاجکستان له چارواکو سره د ۲۰۲۳ کال لپاره له دغه هېواد څخه د برېښنا د وارداتو د قرارداد د تمدید په اړه خبرې وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور تویت کړی، چې نوموړی به په دې سفر کې له یو شمېر ترکي چارواکو او همداراز د تاجکستان د برښنا له چارواکو سره وګوري.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان وزیر به په افغانستان کې د برښنا د تولید د پراختیا لپاره هم په یو شمېر غونډو کې ګډون وکړي.
په دغه سفر کې د افغانستان د برښنا شرکت اجرائیوي رییس محمد حنیف حمزه هم مل دی.
ترکیې ته د عبداللطیف منصور سفر ازبکستان ته له سفر څه نا څه یوه اوونۍ ترسره کیږي، چې په کې کوربه هېواد افغانستان ته د ۲۰۲۳ کال لپاره د برښنا وارداتي تړون وغزول شو.
افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برښنا لپاره له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران واردوي او هر کال دغو هېوادونو ته میلیونونه دالر لګښت ورکوي.
