تازه خبرونه

د اسلامي امارت د بنسټوال قبر ښکاره شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۸, ۱۴۰۱

د زابل ولایت د سوري ولسوالۍ د عمر زو په اړوند سیمه کې د اسلامي امارت د بنسټوال او مشر ملا محمد عمر مجاهد قبر د لوړ پوړیو دولتي چارواکو لخوا ښکاره او خلکو ته وښودل شو.

د حکومت لوړپوړي چارواکي د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي او پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د قبر ښکاره کولو په موخه د زابل ولایت سیورې ولسوالۍ ته راغلي دي.

په دې مراسمو کې رییس الوزرا په هېواد کې د اسلامی نظام رامنځته کېدل د اسلامی امارت د پخواني مشر له مهمو موخو څخه وبلل او د اوسنی نظام پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

ملا محمد حسن اخند همداراز د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې خپل یووالی او پيوستون دې وساتي.

 په دې مراسمو کې رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند د خپلو خبرو پرمهال د اسلامي امارت د نظام په ملاتړ او ساتنې ټینګار وکړ او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل، چې یووالی او پیوستون دې نه هېروي.

د کابینې ځینو نورو غړیو هم په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د اهدافو او ارمانونو په تعقیب ټینګار وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ملا محمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب مجاهد هم، چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی وايي؛ کله، چې پلار یې له کندهاره زابل ته راغی، نو د ژوند پاتې برخه یې په سیورې ولسوالۍ کې تېره کړه او له همدې ځایه به یې خپلې چارې سمبالولې.

د ملي دفاع وزارت وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایي: کله، چې له کندهاره ووت، د زابل ولايت سوري ولسوالۍ ته راغى، بيا د ٢٥ ورځو لپاره شينکۍ ولسوالۍ ته ولاړ او وروسته بيا بېرته دلته راغى او د ژوند تر پايه يې دلته ژوند وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي: نن د هغه چا د یادغونډې په مناسبت راټول شوي یوو، چې چې د ټولې دنیا تر فشار لاندې و؛ خو اراده او نیت کې یې پخپل حال ټینګ پاتې شو.  د اسلامي امارت د کابینې ځینو نورو غړیو هم په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د پخواني مشر د موخو او ارمانونو په تعقیب ټینګار وکړ.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وویل: د اسلامي امارت د مشر د موخو او آرمانونو پلي کول پر مونږ فرض دي.  

د سترې محکمې رییس شیخ عبدالحکیم حقاني څرګنده کړې؛ د نړۍ او افغانستان مسلمانانو ته دې الله پاک توفیق ور پر برخه لري، چې د خپل مشر پر لار ګام پورته کړي.  

ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت بنسټ ایښودونکی او لومړنی مشر و، چې د ۱۳۷۵ لمریز هجري او ۱۳۸۰ کلونو ترمنځ د دغه تحریک د لومړۍ دورې د واکمنۍ پر مهال د اسلامي امارت د حکومت مشري ور پهر غاړه وه. د اسلامي امارت د پخواني مشر د مړینې خبر په ۲۰۱۵ ز. کال کې رسنیو خپور کړ؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د حکومت د چارواکو لخوا یې قبر خلکو ته ښکاره کیږي.

Trending

Exit mobile version