Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لوی خنډ امریکا ده

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ امریکا نه یوازې اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني، بلکې په نړیواله کچه یې د نورو د رسمیت پېژندلو مخه هم نیولې ده

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له خبریالانو سره په خبرو کې په ډاګه کړې؛ امریکا او ټول هېوادونه باید پدې پوه شي، چې له اسلامي امارت سره سیاسي اړیکې د ټولو په ګټه دي او دوی ته دا زمینه برابروي، چې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي

کابو لس میاشتې کیږي چې، اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت له کړکیچ سره مخ دی او تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت پېژندلی ندی.

اوس د اسلامي امارت ویاند په یوه انلاین کنفرانس کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د ځنډ او خنډ رامنځته کوونکې امریکا ده.

مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ټول شرطونه پوره کړي؛ خو امریکا نه یوازې دا، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني، بلکې د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

ذبیح مجاهد په افغانستان کې د داعش او القاعده د حضور په اړه د امریکا اندېښنې هم بیځایه بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له غربي هېوادونو غوښتي، چې له نوي افغان حکومت سره د اختلاف پر ځای خبرو ته داودانګي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره مهم ګامونه پورته شوي او اوس داسې پړاو داسې پړاو راغلی، چې له اسلامي امارت سره د تقابل پر ځای د تعامل لار خپله کړي.

د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته په یوه تازه راپور کې د القاعده پر شتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغې ډلې د فعالیتونو محدود کیدل ښايي د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امارت له هڅو سره تړاو ولري.

اسلامي امارت د امریکا دغه اندېښنه ردوي او ټینګار کوي، چې له افغانستان څخه د امریکا او نورو هېوادونو ګټو ته هیڅ ګواښ نشته.

بلال کریمي د امریکا د دغې اندېښنې په اړه ویلي؛ د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد ټولې برخې په واک کې لري او داسې کومه ډله نشته، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو څخه ګواښ پېښ کړي.

امریکا د نورو هېوادونو په څېر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ټولګډونه حکومت جوړول، د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او توکمیزو اقلیتونو د حقونو خوندي کول او له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د له منځه وړل د شرطونو په توګه مطرح کړي دي.

سیاسي شنونکي جاوید سنګدل ویلي؛ له طالبانو( اسلامي امارت) سره کار کول، د طالبانو(اسلامي امارت) پر رسمیت پېژندنه او له تورنوملړه یې د مشرانو ایستل په ټوله نړۍ کې امریکایان تر پوښتنې لاندې راولي، چې له همدې کبله یې پر رسمیت نه پېژني.

د امریکا لوړپوړیو پوځي چارواکو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان وضعیت څاري او که القاعده او داعش یا نورې ترهګرې ډلې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښوي، جدي اقدام به وکړي.

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو

منابع می‌افزایند که قرار است افراد وابسته به جمعه‌خان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.

Published

on

امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعه‌خان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.

ټاکل شوې، چې د جمعه‌خان فاتح ټول ملګري بې‌وسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!