تازه خبرونه
د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه به د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړه وکړو – ایران
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د دوشنبې پر ورځ (د زمري دیارلسمه) په یوه اوونیزه خبري ناسته کې د روسیې لخوا د تېرې میاشتې د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “د نورو هېوادونو او حکومتونو د پر رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړې د هر هېواد خپله خپلواکه پرېکړه ده او مونږ هم په دې برخه کې د خپلو ګټو او اندېښنو پر بنسټ پرېکړه کوو.”
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري ناستې ته ويلي، چې تهران به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د دوشنبې پر ورځ (د زمري دیارلسمه) په یوه اوونیزه خبري ناسته کې د روسیې لخوا د تېرې میاشتې د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “د نورو هېوادونو او حکومتونو د پر رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړې د هر هېواد خپله خپلواکه پرېکړه ده او مونږ هم په دې برخه کې د خپلو ګټو او اندېښنو پر بنسټ پرېکړه کوو.”
اسماعیل بقایي پاکستان ته د ایران د ولسمشر وروستي سفر ته پر پاملرنه د اسلامي امارت په اړه د تهران او اسلامآباد ترمنځ د همغږۍ د شونتیا د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: “دا طبیعي ده، چې د دوه ګاونډ هېوادونو ترمنځ، چې له امنیتي ننګونو سره ګډ ګاونډ لري؛ هم بحث وشي.”
هغه زیاته کړې، چې ایران او پاکستان دواړه د افغان کډوالو د لوی شمېر کوربتوب کوي او له دې هېواد سره کلتوري او تاریخي ګډ ارزښتونه لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی؛ د افغانستان موضوع تل د ایران او پاکستان د چارواکو ترمنځ په غونډو کې د بحث وړ موضوع ده او دواړه خواوې د افغانستان په ثبات او سوکالۍ کې د ونډې اخیستو پر لارو چارو اندونه وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې فډراتیف اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.