تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبرۍ د شکایتونو د اورېدو قانون توشیح کړ
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې د شکایتونو د اورېدو قانون د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري تصویب شوی او دا قانون په ټولو دولتي ادارو کې د پلي کېدا وړ دی.
د دغه وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال سيد علي صديقالله نن (سې شنبه، د وري اوومه ) په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ دغه قانون دوه فصلونه او ۲۳ مادې لري او دا وزارت اړ کوي، چې خلکو ته پرته له وېري د شکایتونو د ثبتولو چاپېریال رامنځته کړي.
سيد علي صديق الله زياته کړې: له دې قانون سره زمونږ او ملت ترمنځ واټن له منځه ځي؛ د مظلومانو اوښکې پاکې او د بېوزلو، بې وسو او مظلومو خلکو د مال، ژوند، عفت او کرامت ساتنه کیږي.
د یاد وزارت چارواکي څرګندوي؛ دغه وزارت په تېر کال کې ۱۷۰۰ شکایتونه څېړلي دي.
دې وزارت د میرمنو د شکایتونو د ثبتولو لپاره ځانګړی ځای په پام کې نیولی دی.
ویل کیږي، چې د شکايتونو د ثبتولو لپاره د اړیکو څلور شمېرې هم فعالې شوي، چې خلک کولى شي په ٢٤ ساعتونو کې خپل شکايتونه ثبت کړي.