تازه خبرونه

د اسلامي امارت غوره اقتصادي پلانونه د افغانستان د وضعیت ښکارندوی دي – پوتین

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۴۰۱)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چارشنبې پر ورځ د سیمې امنیتي ناستې ته که څه هم د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده؛ خو څرګندوي، مسکو د افغانستان له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دی.

د روسيې ولسمشر په مسکو کې د سيمې د هېوادونو د ملي امنيت له سلاکارانو سره په کتنه کې ويلي، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي او په همدې موخه يې د افغانستان د سولې په اړه هلې ځلې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره په کتنه کې ویلي؛ هغه شخړې، چې د اوکراین په ګډون د نړۍ په نورو سیمو کې رامنځته کېږي، د افغانستان د وضعیت اهمیت نه کموي.

په دې غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې پوتین ویلي: مونږ دلته هم ډېرې شخړې لرو، د اوکراین په ګډون، چې له روسیې ډېر لرې ندی. مونږ پر وضعیت ښه پوهیږو؛ مونږ له دې راپورونو خبر یوو؛ خو هیڅ شی د افغانستان د وضعیت اهمیت کمولی نشي او دا زموږ لپاره تل اړینه ده؛ ځکه مونږ نه غواړو، چې زمونږ په سویلي سرحدونو کې د شخړې بل  ټکی رامنځته شي.

پوتین یادونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ښه اقتصادي پلانونه لري او دا مهال په دغه هېواد کې سترې اقتصادي پروژې پر لاره اچول شوي، چې په اوږد مهال کې به د دې هېواد لپاره د اقتصادي ثبات لامل شي.

ولادیمیرپوتین وایي: مونږ دلته هم ډېرې شخړې لرو؛ روسیې ته نږدې په اوکراین کې. مونږ پر وضعیت ښه پوهیږو؛ مونږ له دې راپورونو خبر یوو، خو هیڅ شی د افغانستان د وضعیت اهمیت نه راکموي او دا تل زمونږ لپاره اړین دی. مونږ نه غواړو، چې په سویلي څنډو کې شخړه رامنځته شي. مونږ د حل د موندلو لپاره پوره هڅه کوو. مونږ په کابل کې له افغان مشرتابه سره اړیکې لرو. مونږ پوهیږو، چې د پروژو د عملي کولو لپاره ښه اقتصادي پلانونه شته او کولی شي اقتصادي وضعیت با ثباته کړي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني د افغانستان د وضعیت پړه پر امریکا اچوي او ټینګار کوي، چې د افغانستان ستونزې کولی شي، چې د سیمې هېوادونه وګواښي.

اسلامي امارت له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښمنو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښونه رامنځته کړي.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان پولې تر بل هر وخت خوندي دي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښونه رامنځته کړي.

د مسکو په پېنځمه مشورتي غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو حضور درلود.

Trending

Exit mobile version