تازه خبرونه
د اسلامي امارت محکمه به د رسنیو د جوازونو د اعتبار په اړه پرېکړه وکړي
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څرګنده کړې، د یو شمېر رسنیو د جوازونو د اعتبار په اړه به د پنجشنبې پر ورځ د محکمې پرېکړه وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رييس عبدالحق حماد هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د رسنيو د لسو مديرانو په غياب کې به د محکمې پرېکړه وشي.
نوموړي په یوه رسنیزه مرکه کې څرګنده کړې؛ ځينو مغرضو رسنيو زما له قوله ليکلي، چې ګواکې محکمه به د لس رسنيو د مسوولينو پر خلاف په غياب کې کومه فيصله وکړي.
نوموړي دا خبره رد کړې او وایي؛ دا خبره کاملاً ناسمه ده.
عبدالحق حماد څرګنده کړې: حقيقت دادی، چې له يوه کال راپدیخوا د څو کوچنيو رسنيو په اړه مونږ ته شکايتونه راتلل، چې د ملي منافعو او ارزښتونو پر خلاف نشرات کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ څو ځلې د دغو رسنيو مسوولين د وضاحت لپاره راوغوښتل، چې اړوند اصول مراعت کړي؛ خو دوی ورته پام ونکړ او دوسيې یې د جوازونو د لغويت لپاره محکمې ته وسپارل شوې. هغه زیاته کړې، چې محکمه به د پنجشنبې پر ورځ د دوی د وکيلانو په حضور کې خپله پرېکړه وکړي.