تازه خبرونه

د  اسلامي امارت مشرتابه د دفاع وزارت له استخباراتي چارواکو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۱)

نن (یکشنبه د لړم لومړۍ) د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو له مسوولینو او د مرکزي او نورو قول اردوګانو له اړوند مسوولینو سره وکتل.

د اسلامي امارت مشرتابه مسوولینو ته په خپله هر اړخیزه درې ساعته ناسته کې څرګنده کړې: استخبارات د یوه نظام د نېکنامۍ، ساتنې، د دښمن د ملا ماتولو او د فساد د مخنیوي لپاره یو مهم ارګان دی، چې دغه مهمې دندې ترسره کوي.

نوموړي دا هم ویلي؛ تاسې به د مسوولینو په ټاکنه کې ډېر پام کوئ؛ اهل او تقوی لرونکي کسان پر دندو وګومارئ. دا، چې ستاسې کار ډېر له کشف او تعقیب سره دی؛ نو له زیات دقت څخه کار اخلئ، چې غیر مجرم د مجرم په توګه و نه نیسئ او ناحقه څوک بندي نکړئ، د موثقو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته اقدام کوئ او بیا بندي په خپل ټاکل شوي وخت کې محکمې ته سپارئ. که د کشف الحال لپاره د بند د مودې تمدید ته اړتیا وه؛ نو له محکمې او یا له مشرتابه مقام څخه اجازه اخلئ.

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې له بندیانو سره شرعي چلند کوئ او ناروا تعذیبونه مه ورکوئ. یوازي په دې لټه کې شئ، چې زه په خپل مسوولیت کې شریعت څنګه نافذ کړم، له هغو ظالمانه قوانینو او کړنو څخه په کلکه ځان وساتئ، چې پخوانیو ظالمانه رژیمونو ترویج کړي وه.

همدارنګه مشرتابه څرګنده کړې؛ خپل صفونه چاڼ کړئ، نا اهله او نا مطلوبه کسان پر دندو مه ګمارئ، د انډیوالۍ، قرابت، منطقه پرستۍ او قوم پرستۍ څخه ځانونه وساتئ.

هغه وایي: په خپلو منځو کې همغږي ساتئ او د خپلو افرادو جدي مراقبت کوئ؛ له ناروا او غیر شرعي کړنو څخه یې منعه کوئ، د لمونځونو په جماعت سره  اداکولو، مسنونه اذکارو او په سنت طریقه د ژوند کولو سره یې عادت کړئ، پخپلو مشرانو پوره باور کوئ او د دوی د اصلاح لپاره دعاګانې کوئ.

د اسلامي امارت مشرتابه له وینا وروسته د ملي دفاع وزارت ستراتیژیکو استخباراتو مسوولینو ترې مننه کړې او د سپارښتنو د پلي کولو ډاډ یې ورکړ او بیا یې خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، د کارونو د پرمختګ لپاره وړاندیزونه او ځینې اړتیاوي د مشرتابه محترم مقام ته وړاندې کړې.

Trending

Exit mobile version