تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشرتابه د کرنې وزارت ته نوی چارسمبالی وټاکه
(Last Updated On: زمری ۳۰, ۱۴۰۱)
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده د یکشنبې پر ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال عطاء الله عمري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نوي چارسمبالي وزیر په توګه ټاکلی دی.
د کرنې پخوانی چارسمبالی وزیر عبدالرحمن رشید به اوس د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.
د یاد فرمان له مخې، د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر ولایت او د بغلان د اندرابونو لپاره د ملي اردو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
ملا محمد طیب حقاني د پنجشېر ولایت امنیه قومندان ټاکل شوی دی.
په فرمان کې د روزګان پخوانی والي ملا محمد خان دعوت د پکتیا د نوي والي په توګه او د پکتیا پخوانی والي محمد علي جان د روزګان والي په توګه ټاکل شوي دي.