تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پیغام کې د نړۍ له هېوادونو سره د رغنده اړیکو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت مشر نن (یکشنبه د چنګاښ ۳ ) د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي؛ خو لکه څنګه، چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي، له نورو هېوادونو يې هم دا تمه ده، چې زمونږ په کورنیو چارو کې دي لاسوهنه نه‌کوي او له سپارښتنو دې هم ډډه وکړي.

په دې پيغام کې د اسلامي امارت د مشرتابه مولوي هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې راغلي، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا او پولو څخه دفاع او ساتنه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد کار واخلي.

د اسلامي امارت د رهبرۍ د پیغام په یوه برخه کې راغلي: موږ له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره دوستانه سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو؛ خو هیڅ هېواد باید په هیڅ ډول پلمې او عنوان زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي او مونږ ته لارښوونه وکړي. لکه څنګه، چې اسلامي امارت دا کار نه‌کوي، له نورو هېوادونو هم تمه ده، چې دا کار ونه‌کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت پر کار او پرله پسې هلو ځلو په هېواد کې د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې او افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا کیږي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د څرګندونو له مخې؛ په کانونو، کرنې او نورو بیخبنایي سکتورونو کې د بنسټیزو پروژو له پیلېدا سره د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.

دغه راز د اسلامي امارت مشرتابه خصوصي سکتور ته امنیتي او حقوقي ډاډ ورکوي او وایي، چې ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د هېواد د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګوالو ته لازم سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي: د افغانستان استقلال پر ملي کچه خوندي شوی او ملي یووالی ټینګ شوی دی. هر ډول توکمي، ژبني او سمتي تعصبونه له منځه وړل شوي، د بیت المال پیسې له زورواکو څخه اخیستل شوي او په زرګونه هکتاره غصب شوې ځمکې بېرته راګرزول شوي، ځمکنۍ بشپړتیا خوندي شوې، د سرحدونو دفاع او ساتنه شوې، ملي پانګه د ناوړه ګټه اخیستونکیو له منګولو څخه ایستل شوې ده. مونږ له ټولو ملي پانګوالو او سوداګرو څخه غواړو، چې په بېلابېلو برخو کې پر پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په پيغام کې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانستلو يادونه نه‌ده شوې؛ خو ويل شوي، چې د نجونو جبري ودونه، له ښځو او نجونو سره ناوړه چلند او ظلم پای ته رسېدلى او د هغوى ټول شرعي حقوق خوندي شوي دي.

په پیغام کې همداراز ټینګار شوی، چې د کوکنارو کښت او د مخدره توکو تولید صفر ته نږدې شوی او کروندګرو د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته بدیل معیشت ته مخه کړې ده.

د اسلامي امارت مشرتابه هغو ته، چې امن او ثبات ګواښي غوښتنه کړې، چې نور په خپل هېواد کې له خپلو هېوادوالو سره د سوکالۍ ژوند پیل او د امن او ثبات په ټینګولو کې مرسته وکړي او د پردیو د ګټو لپاره دې راغلی امن نه متضرر کوي.

په دغه پيغام کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه هم غوښتل شوي، چې د خلکو په تېره بيا د کوچني اختر په ورځو کې ښه امنيت تامين کړي او پرې نه‌ږدي، چې د افغانستان دښمنان د هېواد امنيت او ثبات ګډوډ کړي.

Trending

Exit mobile version