تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوي په کازان کې د روسیې د پوهنې له مرستیال وزیر سره وکتل
د پوهنې وزارت نن (چارشنبه د غبرګولي یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې اندرې کورنیف د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو یوه ګډ پلاوي د تاتارستان په کازان کې د روسیې فډراسیون د پوهنې له مرستیال وزیر اندرې کورنیف سره وکتل.
د پوهنې وزارت نن (چارشنبه د غبرګولي یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې اندرې کورنیف د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
هغه زیاته کړې، چې روسیه غواړي د افغانستان د پوهنې نظام د یو غوره ملاتړي په توګه عملي هڅې پیل کړي.
په دې لیدنه کې دواړو اړخونو له یو بل سره د تجربو شریکولو ته لېوالتیا وښوده او د افغانستان او روسیې پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو، هوکړه لیکونو، پروتوکلونو او تړونونو پر لاسلیکولو خبرې وشوې.
د روسیې د پوهنې وزارت مرستیال ویلي؛ د روسیې پوهنتونونه د افغانستان له پوهنتونونو سره پخوانۍ هوکړې لري.
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي ویلي: «بهتره ده؛ پر یادو هوکړه لیکونو بیاکتنه وشي، چې د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوو ته په کې پام وشي.»
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو علمي مرستیال ضیاءالرحمن الاریوبي او د پوهنې وزارت مرستیال سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د کازان له تاریخي او کلتوري موزیم، قلشریف او کبانایا تاریخي جوماتونو او کازان کرملین ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.
د یادونې ده، چې پلاوي، څو ورځې مخکې پر رسمي بلنه د روسیې تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره فډراتیف روسیې ته سفر کړی دی.
