Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي په کازان کې د روسیې د پوهنې له مرستیال وزیر سره وکتل

د پوهنې وزارت نن (چارشنبه د غبرګولي یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې اندرې کورنیف د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو یوه ګډ پلاوي د تاتارستان په کازان کې د روسیې فډراسیون د پوهنې له مرستیال وزیر اندرې کورنیف سره وکتل.

د پوهنې وزارت نن (چارشنبه د غبرګولي یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې اندرې کورنیف د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

هغه زیاته کړې، چې روسیه غواړي د افغانستان د پوهنې نظام د یو غوره ملاتړي په توګه عملي هڅې پیل کړي.

په دې لیدنه کې دواړو اړخونو له یو بل سره د تجربو شریکولو ته لېوالتیا وښوده او د افغانستان او روسیې پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو، هوکړه لیکونو، پروتوکلونو او تړونونو پر لاسلیکولو خبرې وشوې.

د روسیې د پوهنې وزارت مرستیال ویلي؛ د روسیې پوهنتونونه د افغانستان له پوهنتونونو سره پخوانۍ هوکړې لري.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي ویلي: «بهتره ده؛ پر یادو هوکړه لیکونو بیاکتنه وشي، چې د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوو ته په کې پام وشي.»

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو علمي مرستیال ‌ضیاءالرحمن الاریوبي او د پوهنې وزارت مرستیال سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د کازان له تاریخي او کلتوري موزیم، قل‌شریف او کبانایا تاریخي جوماتونو او کازان کرملین ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.

د یادونې ده، چې پلاوي، څو ورځې مخکې پر رسمي بلنه د روسیې تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره فډراتیف روسیې ته سفر کړی دی.

تازه خبرونه

د سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نه‌شي کېدی ـ د امریکا محکمه

محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نه‌شي نیولی.

Published

on

د امریکا یوې فډرالي محکمې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د مېرمنو او ماشومانو د سفر اسناد وڅېړي او صادر یې کړي.

محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نه‌شي نیولی.

د امریکا سیمه‌يیز قاضي انټوني ټرینګا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۱۵ ورځو په موده کې د هغو پېنځه افغانانو د کورنیو د سفر اسناد صادر کړي، چې د کورنۍ غړو یې له دې مخکې امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړې ده.

محکمې دغه وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کورنۍ د نورو غړیو د وړتیا ارزونه دې د سفر د بندیز له پلي کولو پرته بیا ترسره کړي او د کورنیو د یوځای کېدا د بهیر تر بشپړېدو دې منظم راپورونه وړاندې کړي.

دا قضیه د ویرجینیا ایالت په محکمه کې د هغو افغان کډوالو له خوا ثبت شوې، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. دوی استدلال کړی، چې د امریکا د سفر بندیزونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو له قانوني حقونو سره په ټکر کې، په ناحقه د دوی د مېرمنو او ماشومانو د ور یوځای کېدا مخه نیولې ده.

دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د افغانستان د وګړو پر وړاندې د امریکا د سفر بندیزونه اوس هم له حقوقي ننګونو سره مخ دي.

د دعوې د مدعیانو حقوقي ملاتړو د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ګڼې افغان کورنۍ له افغانستان څخه له وتلو وروسته د کلونو لپاره سره بېلې پاتې شوې دي.

ویل کیږي، چې د دغو کورنیو ځینې غړي اوس هم په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه دي او ځینې نور د سفر د اجازې د ترلاسه کولو پر تمه بېرته ستنېدا ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي

نوموړې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ امنیت شورا به د اسلامي امارت په واکمنۍ  کې د ښځو او نجونو پر وضعیت راوڅرخیږي.

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازې او د اګست میاشتې لپاره د امنیت شورا دوراني مشرې کریسټینا مارکوس لاسن ویلي؛ د امنیت شورا مشري به د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدا د پېنځمې کلیزې پر مهال د دغه بهیر پایلې او اغېزې وارزوي.

نوموړې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ امنیت شورا به د اسلامي امارت په واکمنۍ  کې د ښځو او نجونو پر وضعیت راوڅرخیږي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال د زمري پر څلیریشتمه / د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پېنځلسمه په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلام‌آباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د افغانستان لپاره یې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د سیمې د امنیت او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې کړې دي.

صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلام‌آباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له ګواښونو سره اړوند نظرونه تبادله کړل؛ هغه ادعا کړې، چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې؛ پاکستان او چین هوکړه کړې، چې دوه‌اړخیزه همغږي پیاوړې او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي، سیمه‌ییزې سولې، امنیت او ثبات لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دا کتنه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلام‌آباد او بېجینګ تل د افغانستان له خاورې د وسلوالو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې؛ خو د اسلامي امارت چارواکو دا ادعاوې څو ځله رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د نورو پر ضد د افغانستان خاورې د کارولو اجازه هیڅ ډلې ته ورنه‌کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117